د نړۍ نامتو فوټبالر «میسي» د بارسلونا لوبډلې څخه جلا شو

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د ارجنټاین فوټبال ملې لوبډلې او اسپانیا هیواد د فوټبال غوره کلب بارسلونا تکړه او نامتو لوبغاړی او ددې کلب لوبډلمشر لیونل میسي د بارسلونا لوبډلې څخه جلا شو.

بارسلونا کلب د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، چې د میسې سره د نوي تړون لپاره موافقې ته رسېدلي وه، خو د تړون نوي کولو مالي او ساختماني خنډونو دغه تړون لغوه کړ او نور میسي نشي کولای د بارسلونا لوبډلې سره نوی تړون وکړي.

د بارسلونا کلب له لوري په خپره شوې اعلامیه کې دا هم راغلې، چې د کلب مسئولین او میسي دواړه خوښ وه، ترڅو په بارسلونا لوبډله کې پاتې شي، خو دداسي وضعیت سره د مخ کېدو په حال کې میسي د بارسلونا کلب سره نشي پاتېدلای.

اعلامیه کې راغلې:

«که څه هم بارسلونا کلب او میسي د نوي تړون د کولو لپاره موافقې ته رسېدلې وه، خو د تړون نوي کولو مالي او ساختماني خنډونو، چي د اسپانیا لالیګا لیګ د اُصولو خلاف کار دی، دغه نوی تړون لغوه کړ، نو په همدې موخه بدبختانه نور میسي په بارسلونا کلب کې نشي لوبېدای. دواړه طرفونه سخت پر دې پرېکړه خواشیني دي. دا ښکاره خبره ده، چي میسي د بارسلونا کلب لپاره ترټولو مهم لوبغاړی و او موږ دده له ټولو هڅو ځانګړې مننه کوو. میسي ته په راتلونکې کې د ښو بریاوو هیله کوو.»

 

https://www.facebook.com/fcbarcelona/photos/a.10152350158574305/10160683668464305/?__cft__[0]=AZU00ieicphu_E1sO2GszUjDEaeUTnnUPrNk2nI-2_SacQi4nrDBUIGBV2ZhtTO5l3rAwAV0juFoCIB-hnCuLalJQhpA6_qntbs7udH_n8qYSkcwIiWsIVtFQD7T3I9J_o3MxtXW6B8OnAhYOt-SZysG&__tn__=EH-R

 

 

د لیونل میسي لوبې او جامونه

 

۳۴ کلن لیونل میسي په ۱۳ کلنۍ کې د بارسلونا کلب سره یوځای شوی و، خو له د بارسلونا له لومړۍ لوبډلې سره په ۲۰۰۴م کال کې یوځای شو، چې د یادې لوبډلې ترټولو زیات ګولوهونکی او ګول جوړونکی لوبغاړی دی.

۱ـ میسي د بارسلونا لپاره ۷۷۸ لوبې کړې دي.

۲ـ میسي په یادو ۷۷۸ لوبو کې ۶۷۲ ګولونه لګولې.

۳ـ میسي په یادو ۷۷۸ لوبو کې نورو لوبغاړو ته ۳۰۵ د ګول پاسونه ورکړې دي.

۴ـ میسي د بارسلونا کلب سره یوځای ۳۵ بېلابیل جامونه ګټلې دي.

۵ـ میسي ۶ د سرو زرو توپونه ترلاسه کړې دي.

۶ـ میسي ۶ د سرو زرو بوټونه ترلاسه کړې دي.

۷ـ میسي ۸ د پیچیچي جایزې ترلاسه کړې دي.

۸ـ میسي یوځلې د فیفا غوره لوبغاړی راغلی.

 

https://www.facebook.com/MARCA/photos/a.430682927305/10161319181627306/?__cft__[0]=AZW-RvGh7-2xuatKtfpRkT15ruQXGMW6qLscpzKfDmh7A9NPaf7vZiRD49ZSTQrpATbL-W8ZjQteZbP62PHnd8aOULP30-xzCGmHvnjmh-4FVOA2YGHSoVcQB_BOpXVy3rhZyRLII3mMRc7EFMJPw7tDqgFbxDNzn2-Hf4MUEdLE3Q&__tn__=EH-R

 

تراوسه میسي خپله په دې اړه څه نه دي ویلي او دا هم نه ده معلومه، چې میسي به کومي لوبډلې ته ولاړ شي، خو راپورونه ورکول کیږي، چي ممکن د خپل پخواني ملګري نیمار سره په پاریسن جرمېن لوبډله کې یوځای شي.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.