میسي د پاریسن جرمېن لوبډلې لپاره لومړنۍ لوبه ترسره کړه

رنګین تجريدي ډیزاین

د ارجنټاین فوټبال ملې لوبډلې او اسپانیا هیواد د فوټبال غوره کلب بارسلونا پخوانی تکړه او نامتو لوبغاړی او ددې کلب لوبډلمشر لیونل میسي د بارسلونا لوبډلې څخه د اګسټ میاشتې په ۵مه نېټه جلا شو.

 

له هغه وروسته میسي د فرانسوۍ لوبډلې پاریسن جرمېن لوبډلې سره په ازاد ډول د دوو کلونو لپاره تړون وکړ.

 

تریوځای کېدو وروسته هغه پرون د یاد کلب لپاره لومړنۍ لوبه ترسره کړه او د لوبې په ۶۶تمه دقیقه کې د نیمار پرځای لوبې ته داخل شو.

 

 

یاده لوبه کې پاریسن جرمېن لوبډلې دوه ګولونه پر صفر ریمز لوبډلې ته ماتې ورکړه، چې پکې دواړې ګولوهنې امباپې وکړې.

په بارسلونا لوبډله کې د میسي لوبې او جامونه

 

۳۴ کلن لیونل میسي په ۱۳ کلنۍ کې د بارسلونا کلب سره یوځای شوی و، خو له د بارسلونا له لومړۍ لوبډلې سره په ۲۰۰۴م کال کې یوځای شو، چې د یادې لوبډلې ترټولو زیات ګولوهونکی او ګول جوړونکی لوبغاړی دی.

 

۱ـ میسي د بارسلونا لپاره ۷۷۸ لوبې کړې دي.

۲ـ میسي په یادو ۷۷۸ لوبو کې ۶۷۲ ګولونه لګولې.

۳ـ میسي په یادو ۷۷۸ لوبو کې نورو لوبغاړو ته ۳۰۵ د ګول پاسونه ورکړې دي.

۴ـ میسي د بارسلونا کلب سره یوځای ۳۵ بېلابیل جامونه ګټلې دي.

۵ـ میسي ۶ د سرو زرو توپونه ترلاسه کړې دي.

۶ـ میسي ۶ د سرو زرو بوټونه ترلاسه کړې دي.

۷ـ میسي ۸ د پیچیچي جایزې ترلاسه کړې دي.

۸ـ میسي یوځلې د فیفا غوره لوبغاړی راغلی.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.