د فوټبال وتلی نړیوال لوبغاړی میسي په لنډ ډول وپېژنئ!

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

لیکنه: صابر حمیدي
د آرجنټاین هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او بارسلونا کلب تکړه لوبغاړی او لوبډلمشر لیونل میسي په اړه به مو ډېر څه اورېدلي وي، خو دلته ئې د شخصي ژوند، کورنۍ او لوبیز ژوند په اړه لنډ معلومات درکوو.
پوره نوم او  زوکړه ئې
د میسي پوره نوم لیونل آنډرس میسي کوچیتیني دئ، دی په ۱۹۸۷م کال کي د جون میاشتي په ۲۴مه نېټه د آرجنټاین هیواد په روساریو ښار کي زېږېدلی دئ.
لیونل میسي اوس د ۳۲ کالو دئ.
کورنۍ ئې
د لیونل میسي پلار جوریج هوراکیو میسي کوچیتیني او مور ئې بیا سیلیا ماریا کوچیتیني نومیږي.
د نړۍ دا وتلی لوبغاړی دوه وروڼه او یوه خور لري، چي وروڼه ئې رودریګو میسي او ماتیز میسي نومیږي، خو یوازینۍ خور ئې بیا ماریا سول میسي نومیږي.

میسي له کوچنیوالي د انتونیلا روسکزو سره مینه درلوده، چي له هغې سره یې واده هم وکړ او اوس درې زامن ورڅخه لري، چي ټیاګو میسي، ماټیو میسي او کیریو میسي نومیږي.
ځانګړني ئې
میسي اوس په آرجنټاین او بارسلونا فوټبال لوبډلو کي لوبیږي.
دئ په دواړو ټیمونو کي ۱۰م نمبر لباس په تن کوي.
اصلي پښه ئې چپه ده، یعني تر رستې پښې په چپه پښه ډېر مهارت لري، خو په راسته پښه ئې هم زیاتي ګولوهني کړي دي.
د قد لوړوالی ئې یو متر او ۷۰ سانتۍ دئ.
د فوټبال په اړه ئې معلومات
لیونل میسي په ۵ کلنۍ کي په فوټبال پيل وکړ.
ده  د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۴م کال  پوري د بارسلونا لوبډلي په اکاډمۍ کی د فوټبال زده کړي کړيدي.

د ۲۰۰۳ څخه تر  ۲۰۰۴ پوري په بارسلونا سي کی لوبېدلي دی، چي په ۱۰ لوبو کي ئې ۵ ګولونه لګولي دي.
د ۲۰۰۴ څخه تر  ۲۰۰۵ پوري په بارسلونا بي کي لوبېدلي دی، چي په ۲۲ لوبو کي ئې ۶ ګولونه لګولي دی.
د هغه راوروسته نو د بارسلونا د اې لوبډلي سره یوځای سو، چی ددغه لوبډلي لپاره یی ۴۵۲ رسمي لوبي ترسره کړېدي، چي په دغو رسمي لوبو کي ئې  ۴۱۹ ګولونه ترسره لګولي.
د ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۰۵ پوري د ارجنټاین هیواد په شل کلنو ملی ټیم کی لوبېدلي دی چی په ۱۸ لوبو کي یی ۱۴ ګولونه ترسره کړيدي.
په ۲۰۰۸ کی د خپل هیواد په ۲۳ کلنو ملي ټیم کی لوبېدلی دی چی په ۵ لوبو کی یی ۲ ګولونه ترسره کړیدي.
د ۲۰۰۵ م کال راهیسي د ارجنټاین هیواد په ملی لوبډله کی لوبېږي چی د ۱۲۹ لوبو په کولو سره یی د ارجنټاین هیوا لپاره ۶۵ ګولونه ترسره کړیدي.
د خپل لوبیز ژوند ټولي لوبي او لاسته رواړني ئې
لیونل میسي تر دې دمه ۶۸۷ لوبي ترسره کړي، ۶۰۳ ګولونه ئې لګولي او ۲۳۱ ئې بیا د ګول پاسونه کړي دي.
په دې ګولوهنو کي ئې ۴۹۴ په چپه پښه او ۸۴ ګولونه ئې بیا په راسته پښته ترسره کړي دي
لیونل میسي په ترسره کړو ۶۰۳ لوبو کي ۴۸۶ ګټلي او ۷۵ ئې بیا بایللي دي.
د هغه د ګول سلنه په هره لوبه کي ۰،۸۸ ده.

میسي د بارسلونا سره ۸ ځلي د لالیګا لیګ اتلولي.
درې ځلي د هسپانیا حذفي جام اتلولي
۵ ځلي د هسپانیا سوپر کپ اتلولي
۴ ځلي د اروپا د اتلانو لیګ اتلولي
۲ ځلي د اُروپا د سوپر کپ اتلولي
او د نړیوالو لوبډلو په کپ کي ئې بیا ۲ ځلي اتلولي او یو ځلي ئې بیا دوهم مقام خپل کړی.
لیونل مسي توانېدلی، چي یو ځلي په ۲۰۱۴م کال د فوټبال په نړیوال جام کي د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړي.
۶ ځلي ئې د ډېرو ګولونو په لګولو سره د سرو زرو بوټ ترلاسه کړی.
او همدارنګه ئې بیا ۵ ځلي د سرو زرو ګین ګټلی.
د فوټبال مینوال میسي په دغه نسل کي تر ټولو په زړه پوري لوبغاړی یادوي او همدارنګه د فوټبال پوهان میسي په نړۍ کښي لومړنی لوبغاړی یادوي چي د ښه فکر خاوند دی. وای دئ داسي لوبغاړی دئ، چي په یوه ثانیه کي د ګین د حرکت سره پریکړه اړولای سي.