میسي د بارسلونا لوبډلې سره تمرینونه پيل کړل + ویډيو

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د نړۍ نامتو لوبغاړي لیونل میسي په خپل کور کې وړمه ورځ د کورونا ټیسټ ورکړ او تر منفې پایلې راوتلو وروسته یې پرون د خپلې لوبډلې بارسلونا سره تمرینونه پيل کړل.
بارسلونا لوبډلې یوه اونۍ مخکې تمرینونه پيل کړي وه؛ خو د جلاکېدو په موخه میسي یوه اونۍ وروسته د بارسلونا لوبډلې سره په تمرینونو کې پرون دوشنبه یوځای شو.

۳۳ کلن لیونل میسې د تېرې اګسټ میاشتې په ۲۵مه نېټه اعلان وکړ، چې بارسلونا لوبډله پرېږدي؛ خو د تېرې جمعې په ورځ یې په یوه مرکه د نه جلاکېدو اعلان وکړ.
هغه د ګول سایټ سره په مرکه کې وویل، چې د بارسلونا لوبډلې څخه په ریښتنې توګه جلاکېدم؛ خو د دې کلب مسوولینو مې غوښتنه نه منله.
میسي زیاته کړه:

«زه د بارسلونا لوبډلې څخه په رښتیا جلاکېدم، خو د دې کلب مسوولینو اجازه نه راکوله، زه ځکه د بارسلونا لوبډلې څخه جلاکېدم، چې دې وروستیو کې پکې هیڅ خوشحاله نه وم. ما د بارسلونا مسوولینو ته د تېر پړاو په منځ کې وویل، چې له لوبډلې جلاکېږم، خو بیا هم دوی بیلابیلي بهانې راته وکړې. کله چې مې خپلې کورنۍ ته وویل زه بارسلونا لوبډله پرېږدم، نو ټول په ژړا شول.»

په چمپېنزلیګ کې بایرن مونیخ ته تر سختي ماتې وروسته د بارسلونا لوبډلې بریدګر لوبغاړي میسي پرېکړه وکړه، چې بارسلونا لوبډله پرېږدي او په یوه لیک کې یې د بارسلونا لوبډلې څخه د جلاکېدو غوښتنه وکړه.

د ميسي بولۍ ته د وړاندې کولو اوسنۍ بيه ۷۰۰ مليونه يورو ده، چې هيڅ لوبډله نشي کولی دغه لوړه بيه وزغمي، خو راتلونکې کال به يې يو شمېر لوبډلې په وړيا توګه رانېولو ته بې تابه وي.
لیونل میسي یوازینی فوټبالر دی، چې ۶ ځلې یې د سرو زرو توپ او ۶ ځلې یې بیا د سرو زرو بوټ ترلاسه کړی.
د سرو زرو توپ د کال تر ټولو غوره فوټبالر ته او د سرو زرو بوټ بیا د کال تر ټولو ډېر ګولوهونکي ته ورکول کیږي، چې میسې  ځلې د ټولې نړۍ غوره لوبغاړی او  ۶ ځلې بیا د ټولۍ نړۍ په سطحه ډېر ګولوهونکی لوبغاړی پېژندل شوی.

هغه ویډيو چې میسې پرون د بارسلونا لوبډلې سره تمرینونه پيل کړل:
https://www.facebook.com/fcbarcelona/videos/668041010499711/