د ملي امنیت شورا غونډه؛ ځواکونه دې دفاعي حالت کې وي، طالبان بریدونه کوي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ پرون ماښام د ملي امنیت شورا غونډه په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.

ارګ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې غونډه کې، د هیواد په عمومي امنیتي وضعیت پر بحث سربېره، د امنیتي او دفاعي ارګانونو په لګښتونو په ځانګړي ډول په تېلو، ترمیماتو، خریداریو او سون توکو کې د لوړ لګښت د مخنیوي په موخه د برېښنا انرژۍ سره د امنیتي ځواکونو د ټولو مرکزونو نښلولو په اړه بحث وشو.

د ځواکونو په امتیازاتو کې نه کموالی

جمهوررئیس غني ټینګار وکړ چې په لګښتونو کې د سپما په تطبیق سره، نه یوازې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په امتیازاتو او د خدمتونو وړاندې کولو کې کموالی نه راځي، بلکې دغه اقدام به د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر مؤثریت او د خدمتونو د کیفیت پر لوړوالي مثبت اغېز وکړي.

پریکنده دفاع

سرچینه وايي، په دې غونډه کې څرګنده شوه چې امنیتي او دفاعي ځواکونو په فعال توګه دفاعي حالت کې قرار لري او په قاطعیت د ملي ګټو او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کوي.

دا ناسته پرون ترسره شوې

خلک څه غواړي؟

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون له لاسلیک وروسته پر امریکايي لوري بریدونه صفر او له افغان لوري سره جګړه جریان لري.

پرون هم په افغانستان کې د شا او خوا شل افغان سرتیرو د وسله والو طالبانو په جګړه کې د ژوند له لاسه ورکولو راپورونه ورکول شوي دي.

د افغانستان حکومت د طالبانو او امریکا ترمنځ تر وروستي پړاو خبرو او تړون وروسته د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې د ښه نیت او سولې په موخه پر طالبانو له تعرضي حالت راووځي او دفاعي وضعیت غوره کوي.

په عموم کې افغانانو پر طالبانو او حکومت غږ کړی چې د افغان وژنې لړۍ د پای ته رسولو لپاره نور جګړه پای ته ورسوي، ځکه بهرنی لوری له جګړې ووت او اوس نور اړتیا نشته چې پر افغان ځواکونو او خلکو دې حملې وشي.