میلانیا له ټرامپ څخه طلاق اخلي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
راپور: نسیمه محمدي

د سپېنې ماڼۍ د پخواني کارکوونکي او د ټرامپ منتقد ویلي، میلانیا ټرامپ د ټرامپ څخه د جلا کېدلو په تمه ده.
د خبر آنلاین د راپور سره سم، اوماروسا مانیګو نیومن د سپینې ماڼۍ پخواني کارکوونکي ادعا کړې، د امریکا د ګوښه کېدونکي ولسمشر ډونالډ ټرامپ او لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرامپ، پنځلس کلن ګډ ژوند ختم شوی او میلانیا ټرامپ د طلاق لپاره د سپينې ماڼۍ خڅه د وتلو لپاره شېبې شماري.
نیومن ویلي، دا چې ټرامپ ولسمشر دی، نو میلانیا ولې ترې طلاق نه اخلي، لامل دا دی چې که میلانیا وغواړي ټرامپ په دې ډول خوار او سپک کړي او لا ټرامپ په سپینه ماڼۍ کې دی، لاړه شي، نو ټرامپ به د میلانیا د سزا لپاره یوه لاره پیدا کړي.
نیومن په ۲۰۱۷م ډسمبر کې په ناڅايي ډول استعفا وکړه او اوسمهال د ټرامپ د منتقدانو څخه دی.

د میلانیا ټرامپ دوستان ټینګار کوي: کله چې په ۲۰۱۶م کې ټرامپ په ټاکنو کې بریالی شو، میلانیا سخت وژړل، ځکه هغې هېڅ تمه نه لرله، چې خاوند یې په ټاکنو کې بریالی شي او د لوړې له مراسمو پنځه میاشتې وروسته یې له نیویارک څخه د واشنګټن سپینې ماڼۍ ته ګډه وکړه، هغه هم د دې لپاره چې زوی یې بارون د مکتب دوره ختمه کړي.
په ورته وخت کې، استفاني وولکوف د میلانیا د پخوانیو نېږدې مرستیالانو څخه ویلي وو، چې میلانیا د ټرامپ سره یو معاملاتي واده لاسلیک کړی، چې ټرامپ له خپلې شتمنۍ بارون ته برابر حق ورکړي.
وولکوف همدارنګه ادعا کړې چې میلانیا او ټرامپ د سپينې مانۍ په جلا جلا اطاقونو کې ژوند کوي او یو “معاملاتي واده” لري.
خو د دغو ټولو ادعاوو اپوټه، میلانیا وايي، چې له خپل خاوند سره ښه اړیکه لري او ټرامپ هم ټینګار لري، چې دوی هېڅکله شجړه او جنجال نه کوي.