ژباړه
نيم سرى يوه ارثي ناروغي ګڼل کېږي، چې د ژوند په هر پړاو کې پرې د اخته کېدلو احتمال شته. له همدې امله کورنۍ مخينه په مېګرن د اخته کېدلو اصلي او مهم لامل ګڼل کېږي
مېګرن/ نيم سرى څه دى؟
مېګرن يوه عصبي ناروغي ده، چې د شديدو سردرديو سره مله وي. مېګرني سردردۍ د نورو سردرديو سره زيات توپير لري. دا ناروغي کولاى شي د بېلابېلو نښو سره لکه زړه بد والى، استفراغ، د رڼا پر وړاندې حساسيت، بې حسي او د ګزګز احساس او په خبرو کولو کې ستونزې له ځانه سره ولري. شديدې نښې ممکن ساعتونه ساعتونه او يا هم ورځې ورځې دوام وکړي.
وړاندې په ليکنه کې د دغې ناروغۍ د نښو، لاملونو او د کنټرول په لارو چارو غږېږو.
نښې نښانې
عصبي مېګرن څه نښې لري؟ د مېګرن نښې ممکن يوه يا دوه ورځې له سردرد وړاندې پيل شي. تر ټولو پېژندل شوې نښې يې دا دي:
د بېلابېلو خوړو هوس
د اشتها کمېدل
شديده تنده
د نس باد
نس ناستى يا قبضيت
خفګان
زياته ستړيا او د انرژۍ کمښت
پرلهپسې اسويلي ايستل
زيات فعالېدل
په لوړه کچه د خوځښت منل
او په غاړه/ څټ کې د شخۍ احساس
د اصلي سردرد پر وخت چې دويم پړاو دى، ځينې نورې نښې لکه په واضح ډول په خبرو کولو کې ستونزې، په مخ، لاسونو او پښو کې خارښت، د بويولو او څکلو حواسو کې ستونزه، د ليد ستونزې او په سترګو کې د خاپونو پيدا کېدل او په موقتي ډول د ليد له لاسه ورکول څرګندېږي.
په درېيمه مرحله چې د بريد/ attack پړاو پېژندل کېږي، تر ټولو سخت عوارض ښکاره کېږي. په اصل کې د مېګرن اصلي درد په دغه پړاو کې راڅرګندېږي. د دې پړاو نښې دا دي.
د غږ او رڼا په وړاندې د حساسيت زياتېدل، د زړه بدوالي حالت، استفراغ، سر ګنسيت او د شديدې کمزورۍ احساس، د سر په يوه برخه کې درد يانې ښي يا ګين اړخ ته، مخکې/ وچولى يا د سر شاته او يا په شقيقو کې د درد احساس، د زړه د ضربانو لوړېدل او د زړه درزا پيدا کېدل. دا ډول مېګرني سردرد کولاى شي د سر له يو اړخ بل اړخ ته حرکت وکړي او يا د سر په ټولو برخو اغېز وکړي. همدارنګه د بدني فعاليتونو به مو سر درد لا ډېر شي.
د بريد/ attackد پړاو له پاى وروسته، د ناروغۍ نښې ورو ورو د وخت په تېرېدو کمېږي. د دې مرحلې په اوږدو کې چې څلورم پړاو يادېږي، د شخص په خلق او خوى کې بدلونونه رامنځته کېږي. او ممکن د خوښۍ او زياتې خوشحالۍ، د زياتې ستړيا، بې حسۍ او خفيفې سر دردۍ احساس په دغه مرحله کې وليدل شي.
د پورته يادو شويو نښو پېژندلو او څېړلو سره، ممکن د وګړو پر وړاندې متفاوت اوسي. او په مختلفو شديدوالي سره وليدل شي. پام مو وي، چې مهم ټکى دا دى، چې د دغو نښو د ليدلو په صورت کې بايد ژر تر ژره روغتياپال ته ورشٸ. د روغتياپال له لارښونې پرته د کورنيو درملو ډډه وکړٸ.
د مېګرن او په مېګرني سردرديو د اخته کېدلو لاملونه
د مېګرن د رامنځته کېدلو لامل څه دى؟ روغتياپالانو او متخصصينو لا هم د مېګرني سردرديو اصلي لامل نه دى په ګوته کړى. خو اټکل کوي، چې په لوړ ګمان د نيم سري ناروغي او نښې يې په عصبي دستګاه کې د ګډوډۍ او د عصبي حجرو د نامناسب چلند سره رامنځته کېږي.
کوم لاملونه په مېګرن ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ زياتوي؟
څېړونکو او پوهانو وموندله چې ځيني لاملونه کولاى شي، په مېګرن ناروغۍ د اخته کېدلو خطر زيات کړي. تر ټولو اغېزناک فکټور يې کورنۍ په غړو کې د دغې ناروغي مخينه ده. د ترسره شويو څېړنو پر بنسټ، د هرو پنځه ناروغانو څخه يې، څلور تنه کورنۍ سابقه لري.
جنسيت هم اغېز ښندونکى لامل دى. د ترسره شويو څېړنو پر اساس، ښځينه د نارينه وو په پرتله زيات د مېګرن ناروغۍ د خطر سره مخ دي.
عمر هم د مېګرن ناروغۍ په اخته کېدلو کې رول لري. زياتره اخته کېدل د ١٠-٤٠ کلنۍ ترمنځ رامنځته کېږي. همدارنګه ممکن دى د عمر په ډېرېدلو او له ٥٠ کلنۍ په تېرېدلو، نور د دې ناروغۍ نښې ونه ليدل شي.
نورې ناروغۍ چې مغز او اعصاب رانغاړي لکه ژور خفګان، اضطراب، د خوب ګډوډۍ او ميرګي هم کولاى شي، د دغې ناروغۍ زمينه برابره کړي.
درملنه
د مېګرن د درملنې لپاره څه وخورو؛ کوم خواړه مېګرن تحريکوي او څه ورته ښه دي؟
په اصل کې مېګرن ناروغي قطعي درملنه نه لري. خو د نويو لارو چارو او د روغتياپال د درملو په تجويز، د ژوند په بڼې کې بدلون سره دا نښې کنټرولای شو. ممکن تر يوه حده د مېګرن له رامنځته کېدو څخه مخنيوى وکړو. د درد د شروع کېدلو په صورت کې د ځينو درملو په خوړلو سره د مېګرن د درد وخت راکم کړو.
پام مو وي چې د مېګرن د کنټرول لپاره غوره چاره، د روغتياپال په لارښونو عمل کول دي. ځينې کورني درمل د طبي درملو ترڅنګ ګټور تمامېداى شي. وړاندې څو لارښونې تاسې ته ښيو.
١ – د سردرد د پيلېدو سره، بدني/فزيکي فعاليت راکم کړٸ.
٢ – په یوه چوپ او تياره اطاق کې ارام وکړٸ.
٣ – د سر پوستکى او شقيقې ماساج کړٸ.
٤ – د خوب ښه کول د مېګرني ناروغانو سره د سردرد په ښه کېدلو کې زياته ګټه لري.
٥ – د خوب کيفيت ښه کړٸ.
٦ – ممکن پر تندي يا څټ د يوې لندې تکې يا يخ کمپرس ايښودل سردرد اراموي.
٧ – د زړه بدوالي او کانګو د لېرې کېدلو په خاطر د ځينو څښاکونو لکه د نعناع چاى وڅښٸ.