- ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري
وېره په ګېډه او معده هم حس کېدای شي، خو د مینې ځای زړه دی، نو کلکېږئ مه. د زړه هغه انځور ټولو لیدلی چې یو غشی یې پر لور راکاږل شوی وي. ارستو په دې اند و چې د ټولو احساساتو ځای زړه دی. په دویم زېږدیزه پېړۍ کې کلود ګالین نامتو روغتیاپال ویل چې د هر څه مرکز (ینه/ جیګر) دی، خو پېړۍ وشوې چې خلک په زړه حسوي هم او پرېکړه هم کوي.
د دیارلسمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې زړه رسماً د مینې اصلي ځای وبلل شو. په ټولو مذهبي انځورونه کې هم زړه د خدای د مینې پاک مرکز وو. په اتلسمه پېړۍ کې چې د زړه پېژندنې علم پراخ شو او وزرونه یې وکړل، خو لا هم د مینې ځای ونه لړزېد، تر هغو چې په شلمه میلادي پېړۍ کې انسان مینه د ماغزو په مرسته تولید او کنټرول شوې وبلله. د شلمې پېړي انسان مینه بې ارزښته او د ماغزو د کړنو (کیمیاوي فعلونو) پایله وګڼله. د شلمې پېړۍ انسان (ماتریالیسمي) ژوند ته لېواله شو.
وروستیو څېړنو جوته کړه چې مینه د زړه او ماغزو د متقابلو اړیکو (احساساتو، غرایزو او منطق) زېږنده ده. دا هم جالبه ده چې پوه شئ، زړه هم په مینېدو کې ځانګړی رول لري. ځینې وخت زړه په خپلواکه توګه په مینېدو کې لاس لري. ځکه ځینې وخت مینه اصلاً د عقل او منطق پرېکړه نه وي او ماغزه دلته ډېره لږه لاسوهنه کوي. زرګونه نیورونونه د وجود دننني اطلاعات یا خبرتیاوې ماغزو ته ورمخابره کوي او په پای کې د غریزو اړوند مرکز د دغو او هورموني اطلاعاتو تر څېړنې او مطالعې وروسته، د اتوماتیکو فزیکي عکس العملونو (وېره، غوسه، خوښي…) حکم صادروي.
کله چې مینېږئ، ماغزه امر کوي چې د زړه درزا مو چټکه، رنګ مو تک سور او ساه مو ژوره شي. د نویو تکنیکونو په مرسته له ماغزو څخه د انځورونو د اخیستو په پای کې جوته شوه چې په ماغزو کې د احساساتو مرکز کوم دی او دې برخې ته (احساسي ماغزه) وایي.
لنډه دا چې کله مو څوک پر زړه کېناستل، نو ماغزو کې مو د غریزو اړوند برخه فعالېږي او د احساساتو اړوندې برخې نه غواړي چې د همغه کس په اړه خپله نظریه څرګنده کړي. د احساساتو برخه په ماغزو کې ټولې ثبت شوې یادیزې (خاطرات) څېړي او په دغو یادیزو کې د دغه کس او همدې حس (مینتوب) اړوند موقعیتونه او دریځونه مالوموي، بیا نتیجه یا پایله یې که ښه وه که بده درته ښکاروي. د ماغزو منطقي برخه هم دغه اطلاعات خپلو معیارونو ته په کتو سنجوي او د مینهییزې اړیکې ممکنېدل او ناشوني کېدل، د بېلابېلو هورمونونو په مرسته مالوموي.
حیرانوونکې خبره خو پکې دا وه چې کله پوهانو د مین کس له ماغزو انځورونه اخیستل، متوجه شول چې په مینه کې د ماغزو هغه برخې ښکېل کېږي چې کله انسان پر الکولي څښاکو او مخدره توکو اخته شي، نو دا برخې له ګډ وډیو سره مخ شي. د همدې خبرې مالومېدل دې خبره یوه توجیه شوه چې مینه ړنده ده.
نوټ: تر دې پخوا هم ما د (فرومونونو) اړوند لیکنه کې د دې په هکله یو څه لیکي و چې کله ناڅاپه د یو چا کوم کس خوښ شي، په ماغزو کې یې د فرومون په نامه مواد فعال شي او خپل کار پیلوي. هاخوا بیا د افغانستان ځینې ارواپوهان وایي چې مینه یوازې عادت کېدی شي، یانې کله چې زړه مو سخت په چا پسې اموخته شي، هغه ته د خپلې مینې ګومان کوئ او چې یو څه وخت هغه او د هغه/ هغې اړوند توکي او یادیزې ونه وینئ، نو مینه هم ختمه شي او عادت هم ورک شي.
غواړم په پیل کې د یاران انټرنیټي صفحې له ټولو کارکوونکو، لیکوالانو او په خاص ډول د یاران صغحې له محترم مشرتابه څخه مننه وکړم، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې داسې یو نوښت کړی چې تر اوسه کوم بل چا نه وو کړي، که کوم بل چا هم دا کار کړی؛ نو د خپلو شخصي غوښتنو په پرتله یې خپلو مخاطبینو او لوستونکو ته ډیر کم پام کړی او ډیر کله یې معلومات له حقایقو سره سمون نه لري او د یوې غیر معتبري سرچېني له ادرسه خپل معلومات له خلکو سره شریکوي.
خوشحال په دې چې یاران انټرنيټي سایټ بیا له دې ټولو نیمګړتیاوو مبرا او د یو ښه دریځ درلودونکې ټولنیزه انټرنیټي رسنۍ ده، چې هر وخت د اړتیا سم مهم او پر ځای معلومات تر خلکو رسوي.
ستاسو د خدمتونو منندوی یو، په داسي یو جنګ ځپلې ټولنه کې ستاسي شتون د خلکو سره د دغو حالاتو په بدلون کې خورا ستر رول لرلای شي، هیله من یم، چې هڅي به مو رنګ راوړي!