مایکل فلور وايي، زه هغه ګنهګار یم چې ژوندی پاتې یم

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
ژباړه: نسیمه محمدي

په امریکا کې ۷۰ کلن سپينږیری ناروغ د کورونا وایروس د درملنې او د روغتون څخه له رخصتېدلو وروسته د ۱،۱ مېلیونه ډالري حساب سره مخ شو.
د (The Time) څخه په حواله، مایکل فلور، د امریکا د واشنګټن ایالت د سیاتل سیمې اوسېدونکی، د مارچ میاشتې په څلورمه، د کورونا وایروس د ټسټ تر مثبت ثابتېدو وروسته په سوئدي روغتیايي مرکز(Swedish Medical Center) کې بستر شو. وړاندې له دې چې نوموړی له دې ناورغۍ په حیرانوونکې توګه روغ شي، په دې روغتیايي مرکز کې ۶۲ ورځې تېرې کړې.
نوموړي د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ۱ له رغېدلو وروسته فکر کاوه، چې سختې ورځې یې تېرې کړې. چې ناڅاپه د ۱.۱۲ مېلیونه ډالري د ۱۸۱ مخیز حساب سره مخ شو، دې چارې نوموړی شوکه کړ. نوموړي د ژور شاک څخه وروسته، د دې ۱۸۱ مخیز بېل په اړه سیمه‌ییزې ورځپاڼې ته خبر ورکړ. په دې فاکټور کې د درملنې په موخه په ۶۲ ورځو کې درې زره روغتیايي ټکي یاد شوي.
دې حساب کې ۹۷۳۶ زره ډالر د هرې ورځې د اطاق کرایې، ۴۰۰ زره ډالر د ۴۲ ورځو په موده کې د  استریل اطاق ته د نوموړي د انتقال، ۸۲ زره ډالره د ۲۹ ورځو لپاره د تنفسي دستګاه کارولو او ۱۰۰ زره ډالر د هغو دوو ورځو د پالنې لپاره، چې ګمان کېده نوموړی مړ کېږي.
نوموړی د بېل ترلاسه ورکولو وروسته د احساس په اړه وايي:

زه احساس کوم هغه ګناهګار یم چې ژوندی پاتې یم. یو حس شته چې ولې زه؟ ولې زه باید د دې ټولو ستونزو ته سره مخ شم؟

ټایم وړاندې لیکلي:
البته په امریکا کې د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ/ کورونا وایروس په خاطر ځانګړي قوانین، وضع شوي او دېته په پام، شاید اړتیا نه وي، چې دا ناروغ دا پيسې ورکړي. په دې اساس، امریکا له ۱۰۰ مېلیارده زیات ډالر، د بیمې شرکتونو او روغتونونو سره د مرستې لپاره ځانګړې کړي، چې (له دې ډلې هغوی چې بیمه نلري)، د کورونا وایروس د درملنې او ازمايښت لپاره وهڅوي.
کوویډ- ۱۹/ کرونا وایروس د لومړي ځل لپاره د تېر ډسمبر میاشت کې د چین د «ووهان» څخه راپور ورکړل شو. لومړی دا ناروغي د ذات‌الریه(تنفسي ناروغۍ) نومول کېده، خو د چین د عامې روغتیا وزارت، د یو لړ څېړنو تر سره کولو وروسته، د ۲۰۱۹م د ډسمبر په دېرشمه، په چین کې د دې ناروغۍ رسمي خپرېدلو نېټه اعلان کړه.