ځینې هغه شیان چې په څښلو یې په روژه کې له تندې ژغورل کېدای شئ

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
ژباړه: مریم شریفي

د افغانستان په ځینو سیمو کې د اورښتونو له امله هوا اوس سړه ده، روژه‌تي د تندې احساس دومره نه کوي، خو هغه خلک چې په ګرمو سیمو یا هم د ورځې له خوا د فزیکي فعالیت له امله تږي کېږي، هغه ته په کار ده چې په روژه کې له دې څښاکو ګټه واخلي.
له روژه‌ماتي تر پیشلمي پورې تر ټولو ښه وخت دی، چې د خپل بدن اوبه پوره کړئ. تنده هغه وخت انسان احساسېږي چې د بدن اوبه یې کمې شي. له روژه‌ماتي تر پیشلمي پورې د روژه‌تي لپاره غوره وخت دی، چې د روژې دغه ځانګړي څښاک وڅښي.

۱- د مېوو اوبه وڅښئ

د کور مېرمنو ته پکار ده چې په کور کې د اوړي له طبیعي مېوو څخه جوس جوړ کړي. د مېوو اوبه یا جوس په ډېرې اسانۍ سره په کور کې د مکسر په وسیله جوړولی شئ. چې نن سبا بېلابېلې مېوې شته دي. که د مېوو طبیعي جوس له روژه‌ماتي وروسته وڅښل شي د بدن اوبه پوره کوي، چې بیا د سبا لپاره له تندې سره نه مخ کېږئ.

۲- نری یا کمرنګه چای وڅښئ

چای د آنټي اکسیډان په درلودولو سره د سرطان ضد خواص لري. له روژه‌ماتي وروسته کوښښ وکړئ چې له نري چای څخه استفاده وکړئ، دا هم د تندې مخنیوی کوي.

۳- شیدې وڅښئ

له روژه‌ماتي وروسته کولی شئ چې شیدې له ګبینو، خرما یا هم له خوږو انګورو سره وڅښئ، ځکه چې دا مواد د تندې له منځه وړولو سربیره، بدن ته انرژي هم ورکوي.

۴- د لیمو شربت وڅښئ

د لیمو شربت یو له هغه شربتونو دی، چې په روژه کې ډېر ضروري دی، ځکه د لیمو شربت د تندې په مخنیوي کې ډېر اغېزمن دی.

۵- د خاکشیرو د دانو شربت وڅښئ

په روژه کې د خاکشیر (د یو ډول بوټي دانې دي چې شربتونو کې اچول کېږي) د ختم شربت ځکه مهم دی چې د ګرمو خوړو له امله د انسان د معدې او کولمو په فعالیت کې تغییر راځي، چې د خاکشیرو د ختم شربت د معدې ګاز له منځه وړي، همداراز د په بدن کې د ډېر وخت لپاره د اوبو ساتلو ته زمینه برابروي، نو ښه ده چې په روژه کې له دې څخه هم استفاده وشي.
یادونه: له یاد شوو څښاکو سره سره تاسو کولای شئ، چې له بېلابېلو سبو ځینې هم استفاده وکړئ. په روژه کې د تندې مسئله ځکه مهمه ده چې تنده انسان ضعیفه کوي، چې ضعیف او کمزوری انسان بیا د الله تعالی عبادات هم په سم ډول نشي کولی.