مسجد الحرام؛ د ځمکې پر سر لومړی جوړ شوی، سپېڅلی ځای

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

لیکنه: حمیدالله حمیدي
مسجدالحرام یا مسجد اعظم، د اسلامي نړۍ تر ټولو لوی جومات او د مسلمانانو قبله هم بلل کېږي. دغه جومات د سعودي عربستان د مکې مکرمې په ښار کې موقعیت لري.
مسجدالحرام ځکه ورته وایي چې د مشریکینو ورتګ ورته منع شوی دی او هر ژوندی موجود په کې په امن کې دی، ځکه څوک ورته زیان نه شي رسولی.
دغه جومات د اسلام په لومړیو کې ډېر کوچنی و، د اسلام دویم خلیفه حضرت عمر بن خطاب(ض) امر وکړ، چې د جومات شاوخوا کورونه دې په بیه واخیستل شي او جومات دې لوی کړای شي.
له مسجد حرام څخه د حج د طواف یوه ویډیو؛

تر دې وخته د جومات شاوخوا دېوالونه نه وو، جومات اوس د هغه وخت په پرتله څو چنده لوی شوی دی. دغه جومات د ( ۹۰۰،۰۰۰) لمونځ کوونکو ظرفیت لري چې د حج په مراسمو کې یې شمېر ان تر (۴،۰۰۰،۰۰۰) کسانو پورې رسېږي.
مسجد الحرام (۹) منارې لري، چې د هرې یوې لوړوالی تر (۸۹) مترو پورې رسېږي.
کعبې شریفې ته، د خدای کور، بیت الله الحرام، بیت العتیق او بیت الحرام هم وایي. بیت الحرام ځکه ورته وایي، چې دې مقدس ځای ته د مشریکو ننوتل منع دي.
بیت الحرام لومړنی سپېڅلی ځای او جومات دی، چې د ځمکې پر مخ جوړ شوی دی. په حدیثونو کې داسې هم راغلي دي، هغه وخت چې ټوله نړۍ اوبو نیولې وه، د کعبې شریفې د تل ځمکه یوازینۍ هغه ده چې وچه شوې ده.
د روایتونو له مخکې کعبه د لومړي ځل لپاره ادم علیه سلام جوړه کړه او بیا وروسته ابراهیم علیه سلام د خپل زوی په مرسته له سره ورغوله.