لیکنه: محمدصابر حمیدي
د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې او اسپانوي کلب بارسلونا تکړه بریدګر لوبغاړي لیونل میسي په خپلې تازه مرکه کې د پخوا په پرتله د فوټبال پر بدلونونو غږېدلی.
میسي د اسپانوۍ ورزشي ورځپاڼې آس سره په خپلې تازه مرکه کې ویلي، چې له کرونا ویروس وروسته به هېڅکله هم فوټبال د پخوا غوندې نه وي.
هغه ویلي هغه خوند چې په فوټبال کې له کرونا ویروس څخه مخکې وو، بیا به رانشي.
میسي زیاته کړه: “فوټبال هم د عادي ژوند غوندې له کرونا ویروس وروسته به بیا ښه راتګ ونه لري او د پخوا په شان به نه وي. یو لویځپونکی حالت و، زیات خلک د خپلو دوستانو د مرګ شاهدان وو، له هغوی سره یې دومره وخت نه درلود، چې مخه ښه وکړي.”
هغه د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: “کرونا ویروس له ځان سره ډېر منفي ټکي لرل، مګر هېڅ څه هم د خپلو دوستانو تر له لاسه ورکولو مهم نه دي. دا تر ټولو بې انصافه حالت و، چې زموږ لپاره رامنځته شو.”
میسي داسې مهال دا خبرې کوي، چې شاوخوا درې میاشتې کېږي، په ټوله نړۍ کې ورزشي سیالۍ یا هم ځنډېدلې او یا هم لغوه شوې، خو اوس په روانه جون میاشت کې د فوټبال درې ستر لیګونه بېرته پيلېږي.
د اسپانیا هېواد لالیګا لیګ، د ایټالیا سیر اې لیګ او د انګلستان پرېمرلیګ هغه درې ستر لیګونه دي، چې په روانه جون میاشت کې به له کرونا ویروس وروسته یو ځلې بیا پيل شي.
د راپورونو له مخې لالیګا لیګ د جون میاشتې په ۱۱مه، د انګلستان پرېمرلیګ د جون میاشتې په ۱۷مه او د ایټالیا سیر اې لیګ بیا د روانې جون میاشتې په ۲۰مه نېټه پیلېږي.
د جرمني بوڼډسلیګا لیګ بیا د تېرې مې میاشتې په ۱۶مه نېټه پيل شو.