د بنګله دېش پخوانی لوبډلمشر مشرفي مرتضی هم په کورونا اخته شوی!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د بنګله دېش هیواد د کرکټ ملې لوبدلې پخوانی لوبډلمشر مشرفي مرتضی هم په وژونکې ناروغۍ(کورونا ویروس) اخته شوی.
د راپورونو له مخې هغه د تیري پنجشبنې راهیسې سخته تبه درلوده، چې له هغه وروسته یې ځان ټیسټ کړ او پایله یې مثبته وختله.
مشرفي مرتضی د ۲۰۰۰م کال څخه د بنګله دېش کرکټ ملې لوبډلې لپاره بیلابیلې سیالۍ ترسر کړې او د کپتانۍ په ټوله موده کې د بنګله دېش لپاره تر ټولو بریالی لوبډلمشر پېژندل شوی.
مشرفي مرتضی د بنګله دېش کرکټ ملې لوبډلې لپاره په ټیسټ لوبو کې ۷۸، په یو ورځنیو لوبو کې ۲۷۰ او په شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۴۲ ویکټې اخیستې.
د کرکټ په نړۍ کې دا دوهم مخکښ لوبغاړی دی، چي په کورونا ویروس اخته کیږي.
تر دې وړاندې څو ورځې مخکې د پاکستان کرکټ ملې لوبډلي پخوانی لوبډلمشر شاهد افریدی هم په کورونا ویروس اخته شوی وو.
له هغه وروسته شاهد افریدي په ژوندۍ بڼه خبري وکړې او زیاته یې کړه، چې اوس یې روغتیایې حالت ښه دی.