ژباړه او زیاتونه: نوراحمد فضلي
د ماشومانو د ښې روزني او پالني په موخه اړینه ده چي پوه سئ هغوی ته کومي جملې مناسي دي او په کومو جملو سره باید د خپلو ماشومانو سره خبري وکړئ. زموږ سره په دې لیکنه کي مله اوسئ څو هغه ۱۰ جملې در وپېژنو چي هیڅکله ئې باید خپلو ماشومانو ته ونه وایاست:
۱- ستا له پاره مي هرڅه کړي دي
ستاسي ماشوم ددې جملې په اورېدو سره فکر کوي چي که مور او پلار ئې د هغه له پاره هرڅه کړي دي، نو بیا ولي زه د هغوی له لاسه عصباني سم؟ حتمن ستونزه په ما کي ده. او په دې سره تاسي د ماشوم طبیعي احساسات د هغه په درون کي دفن کوئ؛ ستاسي ماشوم هیڅکله بیا ستاسي سره د خپلو احساساتو او ناراحتیو په باره کي نه ږغېږي او دا ستاسي او ستاسي د ماشوم ترمنځ یو ارتباتي خنډ کېږي.
۲- دا مه خوره، چاغېږې
که چي تاسي غواړئ خپلو اولادو ته وروښیاست چي ګټوري غذاوي وخوري، بهتره ده چي د چاغېدو پر ځای، له نورو لارو د هغه خوړو د نه خوړلو په موخه هغه پوه کړئ. مثلاً د ګټورو او خوندورو خوړو/غذاګانو له ګټوو ئې خبر کړئ. که تاسي همېشه د ماشوم پر وزن باندي تمرکز کوئ دا د هغه اندېښنه لا زیاتوي او پر ځان د بې باورۍ سبب ئې کېږي.
که تاسي ته ځانګړی غذايي رژیم در شروع دئ، خپلي اندېښنې مو ماشومانو ته مه لېږدوئ.
۳. یو شی څو واره باید تکراراً درته ووایم؟
که دې مرحلې ته رسېدلي یاست چي باید یو شی سل ځلي خپلو ماشومانو ته تکرار کړئ، او اخر ئې پایله هم بې نتیجې وي او بیا مو هم ماشوم ستاسي خبري ته غوږ نه ږدي، نو بهتره ده چي د خپلو ماشومانو سره د چال چلند پر طریقه مو بیاکتنه وکړئ. ډېر ویل او توهین کومه مثبته پایله نه ورکوي.
۴. زه دي ناهیلې کړمه!
ډېری والدین معمولاً دا جمله هغه وخت کوي چي کله له ماشومانو ډېر په تنګ راسي او ډېر په غُسه سوي وي چي دا نه یوازي دا چي ګټه نه لري، بلخوا د کوچني یا ماشوم درد او ناراحتي هم زیاتوي. هغه په دې خاطر چي تاسې هم له ځان ناهیلي کړي یاست، لا زیات پسي غُسه کېږي او نه پوهېږي چي باید څه وکړي!
۵. ستا له دې رفتاره مي کرکه راځي!
ددې جملې په ویلو سره، چي ستاسي کوچنی څه اوري د” کرکي” نوم دئ. رښتیا دا دي، کله چي ستاسي له خولې داسي کلمه د ماشوم غوږ ته رسېږي، ماشوم تر دي مخکي ټولي اورېدلي کلمې هېروي او یوازي د کرکي او نفرت د احساس چي تاسې د هغه په وړاندي لرئ- په اړه- فکر کوي چي د هغه پر روح او روان ډېره بده اغېزه لري. ځکه نو د ماشومانو سره د خبرو او چلند کولو پر مهال مو پام وي چي له خولې مو څنګه کلمې او جملې راوباسئ.
۶. د ماشومانو په رقم چمونه مه کوه!
تاسي باید له خپلو اولادونو دا تمه ونه لرئ چي د مشرانو په شان چلند وکړي، ماشوم چي د ماشوم په شان چلند ونه کړي، نو ولې ورباندي ماشوم نوم کښېښاوه. که ستاسي ماشومان ماشومانه او نه توقع کېدونکی رفتار کوي، د هغه د محیط او شاوخوا شرایطو ته پام وکړئ او علت ئې پیداکړئ- وروسته کوشش وکړئ چي د هغه سره په دې اړه خبري وکړئ او غم ئې وخورئ.
۷. ته ولي حاجی خیرو اکا د زوی په رقم نه یې؟
د ماشومانو د تربیتي ضررونو او آفتونو څخه یو هم د هغو پرتله کول دي چي ډېری د تربیتي ارواپوهني محققانو ورباندي بحث کړی دئ او ویلي ئې دي چي د ماشومانو پرتلنه حتا په مثبتو مواردو کي زیان رسوونکي دي نو ولي بیا هم والدین له داسي جلمو استفاده کوي:
– ته ولي د فلانکي د زوی/لور په رقم ښه ریاضی نه زده کوې؟
– ته دي د خاله زوی ته وګوره، ولي د هغه په رقم د سمو خبرو کولو سره بلد نه یې؟
– ولي ته د خپلي خور په رقم پاک او منظم نه یې؟
آیا غواړئ چي ددې پوښتنو پر ځوابونو پوه سئ؟
ستاسي زوی د ځمکي د مخ د ټولو انسانانو سره کاملاً متفاوته دئ او ستاسي دا پرتله کول نه یوازي ستاسي د ماشوم شخصیت ته ضرر رسوي بلخوا له شاوخوا کسانو ئې د کرکي او نفرت حس هم پیاوړی کوي.
نو ددې پر ځای چي خپل ماشوم د نورو سره پرتله کړئ هغه ئې د خپل ځان سره پرتله کړئ. داسي:
– آفرین چي دا وار دي د مخکیني وار په پرتله د ریاضي په نمرو کي ۱ نمره زیاتوالی راغلی دئ او دا ستا د کوشش او زیار ښکارندویي کوي.
۸. دا ستونزه هومره هم لویه نه ده لکه ته چې په اړه فکر کوې.
شاید ستاسي له پاره به ستاسي د زوی/لور ستونزه کوچنۍ او بې اهمیته وي خو دا ددې دلیل نه سي کېدلای چي هغه به ستاسي د اولاد له پاره هم کوچنۍ او بې ارزښته اوسي. ځکه نو تاسي باید هغه د خپلو ناراحتیو په خاطر ونه رټئ.
۹. ته دا وار کامیاب سوې، خو ولي همېشنه نه سې کولای؟
ستاسي لومړۍ جمله تشویقوونکې او مثبته ده خو همدا چي تر هغې وروسته د” خو “ کلمه کاروئ، د لومړۍ هغې ټول مثبت اغېز مو خنثی کړی دئ. په حقیقت کي تاسي په خپله دوهمه جمله کي خپله ګیله او خپل شکایت ښکاره کوئ او همدا جمله ده چي پر ماشومانو باندي خپل منفي اغېز پرېږدي او د هغوی په ځان د کم باورۍ سبب کېږي.
۱۰. همدا اوس دي ژړا بنده که!
تاسي باید ماشومانو ته د ژړا کولو یا د احساساتو ښکاره کول ور زده کړئ. که هغوی په دې عمر کي خپل عصبانیت او ناراحتي ښکاره نه کړي، په راتلونکي کي به هم درونګراه وي ولي چي هغوی نه دي زده کړي چي څنګه پر وخت او په اندازه خپل احساسات ښکاره کړي. ماشومان باید دا زده کړي چي د غم، خوشحالي، عصبانیت او… ښکاره کول تېروتنه نه ده.