ژباړه: محمد عزيز پردېس
ښوونځي ته پر وخت رسېدل، يو له هغو ستونزو څخه ګڼل کېږي چې تل ورسره کورنۍ او ماشومان ځورېږي.
د لاندې څو ساده ټکو په مراعتولو سره کولی شو چې د دې تلپاتې جنجال څخه ځانونه وژغورئ:
۱- د سبا لپاره اغوستونکې جامې پر وخت تيارې کړئ.
معمولا دغه ستراتيژي د هغه تجربه لرونکو پلرونو او ميندو ده چې غواړي خپل اولادونه يې پر ټاکلي وخت ښوونځي ته ورسي. د ښوونځي ځانګړي لباسونو لپاره يو مناسب او څرګند ځای وټاکئ. د راتلونکې ورځې لپاره چې کوم لباس اغوستل کېږي، هغه د خپلو اولادونو په مرسته پيدا او چمتو کړئ. د فرش د لاندې جورابې مو له ياده ونه وځي.
۲- د ماشومانو لپاره سهارنی خوراک له وخته چمتو کړئ.
د سهار لخوا د ماشومانو لپاره وختي د سهار چای نه برابرول هم يوه هغه لامل دی چې ماشومان پر وخت ښوونځي ته نه رسېږي. د شپې لخوا ماشومانو سره په همغږۍ سهارنی تيار کړئ او په يخچال کې يې کېږدئ.
۳- د ماشومانو د ښوونځي کڅوړه يا بيک د شپې لخوا چک کړئ.
د شپې لخوا ماشومانو ته مو ووايئ چې مخکې له خوب څخه د سباني درسي مهالوېش مطابق خپل کتابونه او مواد برابر کړي او کله ناکله که هغوی ناغېړي کوي او يا هم ستړي وي، نو تاسو ورسره مرسته وکړئ.
۴- ښوونځي ته د ناوخته رسېدو لپاره جريمه په پام کې ونيسئ.
ځينې ميندې عادت لري چې خپلو ماشومانو ته د هغوی د ناوخته تګ لپاره جريمې ټاکي. لکه: د ټلویزوني خپرونو د کتلو د ساعت راکمول، د ورځينۍ خرچې ( پيسو ) کمول يا نه ورکول او داسې نور… .
ميندې په دې باور دي چې دا يوه ښه کړڼلاره ده. په لومړي پړاو کې هڅه وکړئ چې له نرمښته کار واخلئ او په هغه صورت کې اړ شوئ نو له پورته کړنلارې ګټه پورته کړئ.
۵- ځينې کارونه مو موټر ته ولېږدوئ.
کولی شئ د خپلو ماشومانو ځيني کارونه لکه، د وېښتو ګومنځول، جورابې په پښو کول، د مېوې اوبه څښل او داسې نور… په موټر کې ترسره کړئ. دا هم ښوونځي ته پر وخت رسېدلو يوه کړنلاره ده.
۶- کله ناکله تاسو خپله هم ښوونځي ته د ماشومانو د ناوخت تګ لامل ګرځئ.
د خپلو سهارنيو کارونو لپاره مو برنامه جوړه کړئ. که تل مو کلي ګانې له ياده وځي، نو په يوه څرګند ځای کې يې کېږدئ.
د سهار لخوا هڅه وکړئ چې وختي پاڅېږئ، يو پياله چای وڅښئ او اسټرس مو کنټرول کړئ، څو پر اولادونو مو د فشار او غالمغال مخه ډب کړې وي.
۷- تل د سهار لخوا ځپل ځان خوښ ونيسئ.
د موټرونو په تمځای کې لوبې کول او د ماشومانو سره ټوکې ټکالې کول شي د هغوی په ژر ژر چمتو کېدو کې رغنده رول ولوبوي. ځيني کورنۍ عادت لري او خپل ماشومانو وايي چې: که مو ښوونځي ته د تګ لپاره ژر ژر ځانونه چمتو کړل، په وخت به ورسېږو او هلته به له سوپر مارکېټ څخه بيسکوټ اخېستلو ته وخت ولرو.
۸- د سهار لخوا مو کارونه په منظمه توګه ترسره کړئ.
خپل ورخينۍ چارې، په ځانګړې ډول سهارنۍ چارې مو په منظمه توګه او د مهالوېش له مخې ترسره کړئ. په دې توګه به تاسو هېڅکله سرګردانه نه ياست او څه به مو له ياده ونه وځي. کولی خپلې ورځې چارې مو د کاغذ پر مخ په مختلفو رنګونو وليکئ او د يخچال پرمخ يې وځړوئ.
۹- د سهار لخوا له فرمايشي او ستونزمنو سهارنيو خوراکونو څخه ډډه وکړئ.
هڅه وکړئ چې د سهار له خوا له ساده خوړو څخه ګټه پورته کړئ. د بېلګې په توګه، کولی شئ چې يو ګېلاس شېدې د يوې ټوټې ډوډۍ او پنېر سره وخورئ، همدارنګه شات هم غوره انتخاب دی. هڅه وکړئ چې د شپې لخوا سهارنی چمتو کړئ.
۱۰- خوب ته مو پاملرنه وکړئ.
بشپړ خوب او د شپې تر ناوخته نه کښېناستل هم د سهار لخوا د کارونو په منظموالي کې خپل اغېز لري. د خپل ځان ترڅنګ د ماشومانو خوب ته هم ډېره پاملرنه پکار ده. که ماشومان مو پر وخت ويده او ويښ کړل شي، نو د سهار لخوا به څه جنجال نه وي.