ژباړه: محمد عزيز پردېس
ډېری ماشومان خپلې کورنۍ سره مينه لري، خو دا حالت يوازې د هغه وخت لپاره دی چې کورنۍ د زړه له اخلاصه او د مهربانۍ له مخې د هغوی سره ښه او مناسب چلند وکړي. که د هغوی غوښتنې ونه منل شي، نو په هغوی کې د کورنۍ څخه کرکه پيدا کېږي او د همدې حالت په دوام سره دغه ستونزه لاپسې لويېږي. دا طبيعي ده چې مور او پلار د خپل اولاد سره مينه لري او دا يوه ذاتي پديده ده، ځکه اولاد د الله تعالی د يو ځانګړي مرحمت او مهربانۍ له مخې د مور او پلار له لوري دې نړۍ ته سترګې غړوي، خو بايد وويل شي چې يوازې همدا مينه چې مخکې مو يادونه ورته وکړه؛ د اولاد لپاره بسنه نه کوي.
ماشوم څه غواړي؟
ماشومان له خپلې کورنۍ څخه د خپلو اړتیاو د تامينولو غوښتنه لري. هرڅومره چې ماشوم لويېږي، نو هغومره يې د انتظاراتو او غوښتنو د څرګندېدو کچه ډېرېږي. که پلار او مور هغه په سمه توګه درک نه کړي او د هغه عاطفي او مادي غوښتنې تامين نه شي او په دوام کې هغه ته محدوديتونه رامنځ ته کړي؛ نو د ماشوم نارضايتي پيلېږي، چې دغه نارضايتي د وخت په تېرېدو سره په کرکې اوړي. ماشوم تمه لري چې کورنۍ يې په هرصورت او حالت کې د هغه شخصيتي رشد ته اهميت ورکړي.
د چاپېريالي شرايطو اغېز
د ماشومانو د کرکې او بدې رويې يو بل علت، د هغو شرايطو پايلې دي چې د کورنۍ لخوا هغوی ته برابرېږي. څرنګه چې هغوی د بیروني چاپېريال څخه اغېزمن کېږي، په همغه ډول د کور شرايط او چاپېريال هم خپل تاثير لري.
ډېری کورنۍ په کورنو کې د بحث، جدل او دوامداره سټرسونو په درلودو سره ماشومان تر فشار لاندې راولي. په دې اوضاع سره هغوی نشي کولی چې په کور کې خپلو فعاليتونو باندې تمرکز وکړي.
همدارنګه ماشوم چې کله ورو ورو له کورني چاپېريال څخه بيروني چاپېريال ته نږدې کېږي، نو معمولا د يو لړ ستونزو او تېروتنو سره مخ کېږي، چې له بده مرغه د ځينو کورنيو لخوا د دې پرځای چې ورته لازمې لارښوونې وشي؛ رټل کېږي او تر فشار لاندې راځي. د همدغه اخ او ډب په ترڅ کې ماشوم زړه تورنی کېږي او ورو ورو يې کرکه پراخېږي.
د حل لاره
ښايي د دې ستونزې حل لاره د ځينو څېړنو له اړخه اسانه وي، خو کافي وخت غواړي. تاسو په خپلو ماشومانو کې د عاطفې او مېنې د رامنځ ته کولو لپاره بايد تل صبور واوسئ. هغوی سره مينه وکړئ، هغوی ته وخت ورکړئ او درک يې کړئ. د هغوی خبرو ته په دقيق ډول غوږ ونيسئ. هغوی وهڅوئ چې له خپلو نامناسبو ملګرو څخه ځان لرې وساتي او په دې برخه کې ډېر جدي واوسئ. هغوی سره په درسي چارو کې مرسته وکړئ او ويې هڅوئ چې خپلې موخې تعقيب کړي.