څو اړينې سپارښتنې، چې ماشومان له ښکنځلو راګرځوي

رنګین تجريدي ډیزاین
ژباړه: شپنه سلګۍ

۱- هېڅکله دې مور او پلار خپلو ماشومانو ته او د هغوی مخکې ښکنځل نه کوي.
۲- کله چې ماشوم ښکنځل وکړي مور او پلار دې نه پرې خاندي، بلکې د دا ډول ژبې کارولو په اخلاقي زیانونو او بدوالي دې یې پوه کړي.
۳- د داسې فلمونو او کارټونونو له کتلو او ګېمونو له کولو دې منعه شي، چې ښکنځل په کې شوي وي.
۴- د ښکنځلو کولو په صورت کې دې ماشومانو ته ځینې سزاوې وټاکل شي، لکه: څو ورځې پیسې نه ورکول، د ټلویزیون له کتلو منعه کول، د ګېم له کولو راګرځول او د لنډمهال لپاره له ځینو ساتېریو محرومول.
۵- هڅه وکړئ چې له ډېر وړوکوالي د ماشومانو د پوچو خبرو مخه ونیسئ، که یې یو ځل خوله په پوچو خبرو عادت شوه، بیا په سختۍ ترې پاتېږي.
٦- ماشومان باید له بد اخلاقو ملګرو سره پرې نه ښودل شي، چې لوبې او ملګرتیا ورسره وکړي.
۷- هغه دوستان او ملګري چې مو بد ژبي او ښکنځلمار وي، هیله ترې وکړئ، چې لږ تر لږه دې د دوی د ماشومانو مخې ته خپله ناولې ژبه نه کاروي.