د ماشوم په روزنه کې دې خبرو ته هرومرو پام کوئ!

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

لیکنه: ملیحه ناصري
پخوانۍ خبره ده چې وایي : ماشوم نرۍ لښته ده, هرې خواته یې چا تاو کړې , همغې خوا ته ځي. بل د ماشوم روزل د وسپنیزې کلا ابادول دي ؛ نو د ماشوم په روزنه کې ډېر غور پکار دی . دلته مو ځینې خبرې لیکلي چې په روزنه کې یې مرسته کولی شي.

  • ماشوم مو له څلور کلنۍ تر اووه کلنۍ پورې له هر ډول رسنیو ( ټلویزیون, کمپیوټر, ټبلېټ, ځیرک مبایل… ) لرې ساتئ. یوازې هماغه د ماشومانه لوبو توکي ورته برابر کړئ!

  • ورځ کې یو یا دوه ځلي ځان نه د هغوی همزولی / همزولې کړئ, لوبې ورسره وکړئ چې پر ځان یې باور ډېر شي.

  • په ورځنیو چارو ( کورني کارونو)  کې ونډه ورکړئ. کله مو چې له دسترخوانه لوښي ټولول,  یو دوه شیان په هغو هم یوسئ . ښه خوځنده ( فعال)  ماشوم به مو وي.

  • د لویانو ( مشرانو)  په داسې غنډو او مجلسونو کې یې مه پرېږدئ چې هلته غیبت , سپکې سپورې خبرې او د دوښمنیو خبرې اترې روانې وي.

  • ورزده کړئ چې له انا, نیکه او نورو مشرانو سره څه ډول چلن وکړي.

  • د زدکړو پر وخت دومره فشار مه پرې راولئ چې ترې زړه توری شي او نور یې زده نشي کړی.  هڅوئ یې ؛ خو داسې نه چې شپه او ورځ پر کتاب ورپروت وي.  لږ یې تفرېح ته هم پرېږدئ.

  • د ورځې حداقل دوه ساعته یې له همزولو سره لوبو او لیدو ته پرېږدئ.

  • تر پینځه کلنۍ وروسته یې د وجود ټول ځانګړي ( مخصوص)  غړي او ځایونه وروپېژنئ!

وزرده کړئ چې څنګه ځانګړي غړي وساتي او څوک یې ونه ځوروي ؛ ځکه که تاسو دا غړي ور ونه پېژنئ, ټولنه به یې په ناسمه ( غلطه)  بڼه وروپېژني چې د اخلاقي ستونزو لامل به یې شي.

  • په لوړ اواز له خبرو کولو یې مخنیوي وکړئ ؛ ځکه له دیني او ټولنیز پلوه ښه کار نه دی. په دې اړه یو آیت شریف هم شته( سورة لقمان / نولسم آیة ) .

  • ماشومان فطرتا مقلد شخصیتونه دي. کله چې ستاسو پېرې ( پېښې)  یې کولې, که منفي و,  رټئ یې مه ؛ ځکه د همغه منفي کار اصلي عامل تاسو یاست.  نصیحت ورته وکړئ او په ارامه یې وپوهوئ.

  • پام مو وي چې خاوند او مېرمن د ماشوم تر مخې جګړې ونه کړئ, حتما مېړه او ښځه یو بل سره جنګ کوي ؛ خو هڅه وکړئ چې ماشوم شاهد نشي. د مور و پلار جګړه ماشوم ته سختې اروایي ستونزې پیدا کوي چې بیا یې نشئ جبران کولی.

  • څومره مو چې وس کې وو , اړتیا یې وه , هومره مینه ورکړئ!

که ستاسو له مینې بې برخې شي, پایله به یې هغه وخت ووینئ چې کله لوی شي او تاسو ته اړتیا ونه لري.  هغه وخت بیا خپل غچ اخلي غوښتي ( شعوري)  او نا غوښتي. دومره هم نه چې ستر شي او لا اخته وي د ماشومتوب مینه غواړي.

  • د هر ډول سریالونو ( هندي, ترکي… ) له کتلو یې منعه کړئ. اخلاقي ستونزې ورته پیدا کوي.

  • ماشومان په وړکیتوب کې د مثبتو کړنو تر تقلیده منفي کارونو ته ډېر تمایل پیدا کوي ؛ نو هره هغه منظره ترې پټه ساتئ چې منفي افکارو ته یې وده ورکوي .

  • هېر نه کړئ هغه ماشوم چې ماشومتوب کې یې لاس په غلا عادت شو, په ستروالي هم هغه کار کولی شي ؛ نو کورنیز چاپېریال دومره مه ورته تنګوئ چې کله یې یو دانه چاکلېټ ته زړه وشي, غټ پاکټ یې پټ کړي . یا که پینځه روپۍ غواړي او ستاسو جېب نه غلا وکړي . خیر که مو نن پیسې مصرفېږي , سبا به اهل اولاد ولرئ.

  • کله کله پیسې ورکړئ او ترې وغواړئ چې سودا راوړي, تر راتګ وروسته حساب ترې واخلئ او یو دوه روپۍ وربښئ. په دې کار سره زده کوي چې هر کار چې کوم , بېرته حساب و کتاب لري. بل پر ځان یې باور ډېرېږي, زده کوي چې کورنۍ یې پر دوی دومره باور لري چې پیسې ورسپاري.

  • مقدساتو ته درناوی ورزده کړئ!

  • تر شپږ کلنۍ هاخوا, هلک له نجلۍ او نجلۍ له هلک سره لوبو ته مه پرېږدئ.

  • هر ځل ور په یاد کړئ چې د کور خبره دباندې ( بهر)  نه کېږي.

  • د کورنیو ستونزو په حلولو کې یې نظر وپوښتئ. په دې سره پوهېږي چې زه هم ارزښت لرم او هم یو شخصیت یم .

  • شخصیت یې مه ځپئ!

دا مه ورته وایئ چې ولا بې ادبه یې, سم نه یې تربیه شوی, کمعقل یې, کوڅه ډبی یې… دا خبرې یې په سختو اروایي ستونزو اخته کوي.

  • مطالعه پرې وکړئ, له دیني مقدساتو نیولې تر ورځپاڼو او کتابونو.

  • د اقتصاد کچه مو ورته وښیئ چې ستاسو مرستندوی وي. مانا له بړستنې سره پښې وغځوي.

  • تل ورته ووایاست چې زوی, ورور, نن ماشوم یې, سبا زموږ راتلونکی او رهبر.

  • تر شپږ کلنۍ وروسته یې د بوټو بندونه مه ورتړئ, پرېږدئ چې جامې خپله واغوندي. داسې به نو لټ نه وي او د بل د اوږو بار به نشي.

  • د ویده کېدو او راپاڅېدو وختونه یې وټاکئ چې د وخت په سم کنټرول او کارونه وپوهېږي.

  • ورزده کړئ چې تر هغه ځایه به د نورو درناوی کوي چې خپل غرور او کورنی پت ( عزت )  یې زیانمن نشي.