د افغانستان خطرناکو غوماشو لپاره نوې اله جوړه شوې

رنګین تجريدي ډیزاین

تاسې به مخکې د غوماشو څخه د ځان ژغورلو لپاره ډول، ډول وسیلې کارولي وي، لکه غوماش لومه یا پشه خانه، د غوماشو ضد لوشنونه، ټارومار، د خونو دوا پاشي کول او نورې وسیلې به مو ازمایلې وي.
د نورو هېوادونو په پرتله هغو هېوادونو کې حشرات او خطرناک مخلوقات زیات وي، چې هوا یې ناپاکه وي، د اوبو سیستم یې معیاري نه وي او معیاري منظم د درملو استعمال سیستم ونه لري.
تاسې به په تېر کې لوستلي وي او اورېدلي وي، چې په تېرو زمانو کې ملاریا ناروغي دومره کسان وژلي، چې وباوو او طبیعي پېښو هم هومره انسانان نه دي وژلي.
ملاریا ناروغي د ښځينه انافیل غوماشي څخه پېدا کېږي او د چیچلو له لارې انسانانوته انتقالېږي.
د یوې سروې له مخې په نړۍ ۷ لکه او ۲۵ زره کسان ماشو او خطرناکو حشراتو وژلي دي، چې که د نورو حېواناتو په وسیله د انسانانو وژنه وکتل شي، ۴ لکه او ۷۵ زره ده، چې د غوماشو په وسیله د انسانانو وژنه ترې لوړه ده.
اوس چین او نورو هېوادونو د غوماشو او حشراتو وژلو داسې وسیلې جوړې کړي، چې هیڅ کیمیاوي مواد نه ازادوي، پروپان ګاز نه تولیدوي او نور جانبي عوارض نه لري.
دا آله مسکوېټوز کېلر یا ماشي وژونکي نومېږي.
ځېنو ته یې مسکویټوز ټرپ یا د ماشو تلک او ځېنو ته بیا ډېنا ټرپ وایي.
دا اله د برېښنا په وسیله چارجېږي او د شپې له خوا روښانه کېږي، د دې الې جذابې روښنایۍ ته مچان، ماشي او نور خطرناک حشرات ورځي او کله چې ورداخل شي، بیا نور ماشي او حشرې هملته د پکي په وسیله وچوي، ساه ترې اوباسي او ځان کې د حشراتو جسدونه ذخیره کوي.

کله چې سهار له خوبه راپاڅېږئ، نو دا اله خلاصېږي او بیا ترې مړه شوي ماشي او حشرات غورځول کېږي.
دا اله د پاور بانک، بېټریو او ژوندۍ برېښنا په وسیله کار کوي.
د شپې له خوا روښانه کېږي او بالاخره د ماشو ضد عملیات پیلوي.
د افغانستان ډېری ولایتونه خطرناک ماشي لري، چې دې برخه کې د ننګرهار ولایت د دوبي یا اوړي موسم کې تر ټولو بد او خطرناک حشرات لري، چې د شپې ترې خلک په اسانۍ خوب نشي کولای.
دا الې یا وسیلې په مختلقو ډولونو او اندازو سره جوړې شوي دي، چې بیه یا قېمت یې ۷۹ ډالر دی، مخکې دا وسیلې په ۱۹۹ ډالرو پلورل کېدې؛ خو اوس په ۷۹ ډالرو پلورل کېږي.
لېنک:
https://www.youtube.com/watch?v=aO1mqedyKLg
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.