مریم وردګ: د اتمر د ټیم غړې نه یم، خو د بندي کیدو اندیښنه لرم

رنګین تجريدي ډیزاین

د ملي امنیت شورا دفتر مخکینۍ سلاکاره مریم وردګ، چې په ارګ کې د ښځو د جنسي ځورونو په اړه خبرو یې دا د ژبو په سر او ناندریزه کړه، اوس د بندي کیدو اندیښنه لري.
مریم وردګ څه موده مخکې تر هغې وروسته د بحث وړ او مشهوره شوه، چې یوې هندي رسنۍ ته یې د مرکې پر وخت په ارګ کې د ښځو د جنسي اذیت او په دې بدل کې د دوی د ګومارنو په تړاو د ولسمشر د مخکیني سلاکار حبیب الله احمدزي ادعاوې تایید کړې.
هغه تر دغې مرکې وروسته له هېواده بهر ته لاړه.
معلومه نه ده، چې نوموړې اوس چېرې ده، خو وایي اندیښنمه ده، چې د دغو خبرو په تړاو ونه نیول شي.
ملګرو ملتونو ته ایمیلونه
ایران اینټرنیشنال ټلویزون په یوه راپور کې ویلي،چې د ملګرو ملتونو یو شمېر ادارو ته یې د خپلو اندیښنو په تړاو د مریم وردګ ایمیلونه ترلاسه کړي.
په دغو ایمیلونو کې مریم لیکلي، چې ارګ ته نیږدې چارواکو ورته ویلي: ولسمشر غني درته سخت غوسه دی، همدا چې افغانستان ته را وګرځې، نیسي دې.
معلومه نه ده، چې مریم په کوم هېواد کې ده او څه کوي، خو دې په ایمیلونو کې همدومره لیکلي: په یوه بهرني کنفرانس کې د ګډون لپاره له افغانستانه د باندې یمه!
مریم وردګ تر هغې وروسته، چې له هندي تلویزون سره یې ناندریزه مرکه خپره شوه، له افغانستانه یې د وتو خبرونه خپاره شول.
دا خبرونه په رسمي ډول کومې رسمي سرچینې نه وو خپاره کړي، خو تر ډېره ارګ ته نیږدې کسانو په ټولنیزو رسنیو کې وویل چې مریم نیول کیده، خو له نیونې مخکې فراري شوه.

مریم ملګرو ملتونو ته په استولو ایمیلونو کې دا هم لیکلي، چې ارګ ته نیږدې د ښځو د شبکې په نوم یوې ډلې د دې د نیول کیدو په تړاو اوږد غوښتنلیک حکومت ته سپارلی.
د دې په وینا د همدې له کبله، ترهغې افغانستان ته بیرته نه ګرځي، چې د نه نیول کیدو ډاډ یې نه وي ترلاسه کړی.
د ارګ غبرګون
ارګ د یادو ادعاوو له مطرح کیدو سره سم دا تورونه رد کړل او ویې ویل، چې مخالف سیاستوال یې له داسې تورونو څخه سیاسي ګټه اخیستل غواړي.
په ټولنیزو رسنیو کې جنرال حبیب الله احمدزی، چې په لومړي ځل یې دا تور مطرح کړ، د حکومت پلوو له دې قضاوت سره مخ شو، چې په پارلماني ټاکنو کې د ماتې غچ په دې ډول له حکومته اخلي.
د مریم وردګ په اړه وویل شول، چې د حنیف اتمر د ټاکنیز ټیم غړې ده او د اتمر د ټیم په خوله یې دا خبرې د ارګ د بدنامولو لپاره کړي.
مریم وردګ ته منتقدینو یې په ټولنیزو رسنیو کې د یادو خبرو په غبرګون کې توندې خبرې او ان کنځلې وکړې.
ډېرو خو لا دا ولیکل، چې مریم دې د ارګ د مخکینۍ سلاکارې په توګه روښانه کړي، چې دا د څه ډول جنسي رشوت په بدل کې ګومارل شوې وه؟
څارنوالي څه وایي؟
لویه څارنوالي، چې د حبیب الله احمدزي تر خبرو وروسته یې د ارګ په غوښتنه نوموړی د پورې کړو ادعاوو د سپیناوي لپاره وغوښت، وایي تراوسه یې د مریم وردګ د وربللو پریکړه نه ده کړې.
د دغې ادارې ویاند جمشېد رسولي ویلي، چې تراوسه د مریم وردګ د احضاریې پریکړه نه ده شوې، خو که اړتیا شي، ور وبه یې غواړي،
مریم او کورنۍ یې څه وایي؟
مریم وردګ په ارګ کې د حنیف اتمر د ملي امنیت د سلاکارۍ پر وخت د ستراتیژیکو اړیکو په برخه کې د نوموړي سلاکاره وه.
د اتمر له استعفا وروسته مریم هم له ارګه تلې او اوس یې دلته دنده نشته.
هغې پخپله تازه مرکه کې د اتمر له ټاکنیز ټیم سره خپل تړاو رد کړی او ویلي، چې د هغوی په خوله یې دا خبرې نه دي کړي.
خو دې ته په کتو سره، چې د یادو ادعاوو د ملاتړ لپاره د اتمر ټاکنیز ټیم څو اعلامیې ورکړې او هم یې پلویانو په ټولنیزو رسنیو کې دغې موضوع ته زیاته هوا ورکوله، ګرانه ده چې د اتمر له ټیم سره د مریم تړاو رد شي.
له دې سره د مریم وردګ مور انجینر ذکیه وردګ پخپله فیسبوک پاڼه کې په پرله پسې ډول د خپلې لور دفاع کوي.
هغه وایي: لور مې د ماسټرۍ ترکچې زده کړې کړي، په یتیمۍ لویه شوې، خو د خپل پلار او کورنۍ غرور یې ساتلی، له لسو کلونو راهیسې یې د کلیو پراختیا، نیشه یي توکیو سره د مبارزې او نورو ادارو سره سلاکاري کړې ده.
د مریم د مور په وینا لور یې د سیاسي او ټاکنیزو موخو قرباني کیږي او له مرکې یې غلط برداشت شوی دی.
خپله مریم وردګ تازه ویلي چې له مرکې یې غلط برداشت شوی +ویډیو؛

هغه د ټولنیزو رسنیو پر فعالانو سخته غوسه ده او وایي د لور د شخصیت وژنې لپاره یې بد رد ورپسې لیکلي.
ویل کیږي، چې مریم وردګ د امریکا متحده ایالاتو تابعیت هم لري.
دا چې له هغې سره به بالآخره څه کیږي، معلومه نه ده؟