
- ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري
کله چې هغه خبرې کوي پرېږده چې د خپرې تر پرې کېدو مخکې يې خبرې خلاصې شي.
اغلې مېرمنې! پرېږده چې له کمپيوټره هم ګټه واخلي. له هغه مه غواړه چې ټول وخت له تا سره تېر کړي .
د هغه انځور د کور په یوه برخه کې کېږده.
اغلې مه پرېږده چې هغه په هر ځای کې انځور واخلي، پرېږده چې لږ خو دی هم پکې راشي.
که یې د کور کوم خراب توکی درته جوړ کړ، داسې یو څه ورته وکړه چې هغه د خپل شوي کار پر قدر پوه شي، لکه مننه .
ځانګړې ورځې ورته ونمانځه !
پرېږده چې انټرنټ هم وکاروي .
هغه کارونه یو ځای سره وکړئ چئ دواړه يې کولی شئ، که په آزاده هوا کې وي، لا ښه .
یو له بل سره پلی تګ وکړئ.
اغلې مېرمنې یوه خوږه مینهناکه خبره ټول ژمی تودولی شي .
داسې یو څه ورته واخلئ چې د اخیستو هیله یې تل ورسره وه، خو تر اوسه يې ځان ته نه و اخیستی .
پر هغو شیانو، چې هغه ترې ډارېږي، ځان پرې پوه کړه، خو هېڅکله مه ورته وایه چې ځه ته ډارن یې .
داسې یوه کتابچه ورکړه چې د پخوانیو، اړینو ملګرو او کسانو پتې یا شمېرې پکې وي.
یوه جوړه اضافه د کور یا موټر کونجۍ (کلید) درسره ساته .
د ساعت یا ګړۍ بند یې ور نوی کړه، کېدای شي نور نو زوړ شوی وي .
اغلې مېرمنې! یوه هوښیاره ښځه د خپل خاوند د زړه آواز اوري او درناوی یې کوي.
تل یې ملاتړې اوسه، توپير نه کوي چې هغه هم همداسې دی او که نه .
کله چې دعا کوې، هغه مه هېروه.
د واده ورځ مو مه هېروئ، ځکه د ژوند د پیلامې ورځ مو ده .
کله چې هغه ناروغ دی، تا ته ډېره اړتیا لري، درمل يې پر وخت ورکوه .
په بېکارۍ کې یې یوې سمې لوبې ته وهڅوه .
کله چې هغه د ستر کار لپاره لنډ وخت لري، ته مرسته ورسره وکړه .
کله یې چې د خوښې وړ ټلویزیوني خپرونه پېلېده، وریاده یې کړه .
کله یې چې ورزش کاوه، غلی یې فلم واخله .
ځينې وخت په پټو سترګو د هغه نظر ومنه.
اغلې! د واده یوه ګټه دا ده چې کله هم یو له بله ماړه شئ، د بېرته مینېدو چانس لرئ .
که وسه دې درلوده، ارزانه توکي مه ورته اخله .
که دنده لرې د کور په لګښت کې مرسته کوه .
په ځينو برخو کې ستاسو نظر تر هغه ښه دی، خو ځینې وخت پر هغه د غلبې یا برلاسي هڅه مه کوه.
یو له بل سره ډېر خاندئ، ستونزې مو آسانه تېرېږي .
بریالي ودونه پر وړو شیانو بناء دي، هره ورځ یو کار وکړه چې بیا درباندې مین شي .
که خاوند دې خبرې کول نه غواړي، فشار مه پرې راوړه، پرېږده چې آرامه وي، خو دا احساس ورکړه چې کله هم وغواړي خبرې وکړي، ته به ورته غوږ شې .
کله چې د هغه اړوند توکي کاروې، بېرته يې پر خپل ځای ورته کېږده .
رازونه یې هېچا ته مه وایه، آن مور ته دې هم .