
- لیکوال: ډاکټر اصغر نیا
- ژباړه: ملیحه ناصري
- ښاغلیه! مننه دې هېره نه شي. په دې کار دې د هغې له وجوده ستوماني باسې .
کله یې د ډېر کار کولو لپاره هغې ته ډالۍ واخلئ، داسې به هغه ژوند ته زړه ښه کړي .
ښاغلیه! که مېرمنه دې غلې ناسته وه، ورته شله کېږه مه چې څنګه مړه پړه یې. پرېږده یې چې روحاً راسمه شي.
ښاغلیه! ښځې غواړي چې نور یې د کار پر ارزښت پوه شي او پر ژبه راوړل شي، دا دویمه یې مهمه خبره ده .
وخت پېژندنه هغه درناوی دی چې یوه مېرمنه یې غواړي .
ښاغلیه! کله چې د هېڅ کار حوصله نه لري، نصیحت ورته مه کوه، په کراره یې پرېږده چې یوازې پاتې شي .
کله کله یې پرېږده چې د ټولویزیون کنټرول کوونکی (ریموټ) دا واخلي.
ښاغلیه! د دسترخوان پر سر پام ورته کوه، له تا نه به خوشحاله وي .
ښاغلیه! د کور پاکي درته اړینه ده، که د مېرمنې روغتیا دې؟ باوري یم چې روغتیا ښيې .
ښاغلیه! هېڅکله دې مېرمن له نورو سره مه پرتله کوه، پرېږده چې څه رقم ده هغسې وي .
د هغې ښکلاوو ته کتل او ورته ویل یې ستاسو مینه د هغې زړه کې ډېروي.
-د کور خراب توکي ورته جوړوه چې هر ځل یې زړه کې ونه ګرځي چې نه یې راته جوړوي.
ښاغلیه! تر سر مینځلو وروسته حمام پاکوه، ته نه پوهېږې چې دا کار ښځې څومره خوشحالوي.
ښاغلیه! مېرمنې ایثار او له ځان تېرېدنه خوښوي، خو که له حده زیات شي بیا يې اجحاف یا زیانمنېدل ځای نیسي.
له حده ډېر نصیحت مه ورته کوئ، د ښځو (دا وکړه، دا مه کړه) نه خوښېږي.
کله کله یې په داسې کارونو حیرانه کړئ چې ځوانۍ کې مو ورته کول، پرېږده چې پوه شي، تېر لا نه تېر .
ښاغلیه! (میاشتنۍ ناروغۍ) ښځه له باطني او ظاهري پلوه کمزورې او بې حوصلې یا غوسهناکه کوي، آیا دا ورځې پېژنې!؟
د ښځې د خوندیتوب لپاره دې څه کړي؟ ځینو کارونو ته اړتیا ده .
ښاغلیه! له مینې ډک ژوند، پالنې او ساتنې ته اړتیا لري.
ښاغلیه! حضرت محمد (ص) وايي: “کله چې د بنده ایمان ډېر شي، له ښځو سره یې مینه زیاتېږي” له دې نو انکار نه دی پکار .
د مېرمنې د عقایدو، فکرونو او نظریو پر وړاندې بې پروا مه اوسه، کېدای شي شهکارونه وي .
ایا له مېرمنې سره همفکري نه خوښوې؟ وايي له یوه نه دوه ښه دي، ستا په اند څنګه دی؟
د مېرمنو او ماشومانو هغه نارینه ښه اېسي چې (ډک) لاسونه کور ته ننوځي، دا دود مه هېروه .
په بېلابېلو ځانګړو ورځو کې د یوه پیغام وراستول هغه خوشحالوي، دا ارزانه لاره وکاروه .
د اولادونو تر مخ مو له مېرمنې سره په درناوي چلن کوئ، دا کار تاسو درون ښکاره کوي.
ښځې ځان ته د درناوي په خاطر خپل ګډ ژوند ته وفادارې دي، بېځایه ګومانونه هغوی ته سپکاوی ګڼل کېږي، ښځې له نارینه سره توپير لري!
په دنده کې کاري مېلمستیاوې یا اړیکې د هغوی نه خوښېږي، کله کله د هغوی په خوښه مېلمانه را وغواړئ.
کله چې ناروغه وي، مه ورته وایاست چې ته (تل) ناروغه يې، دا ځل ستاسو وار دی چې پام پرې وکړئ.
د اولادنو تر مخ مو مېرمنې ته ووایاست چې (مینه) درسره لرم، هغوی باید پوه شي څومره نېکمرغه کورنۍ لري.
ښاغلیه! څوک په رخصتیو کې خپل وېښتان نه اصلاح کوي؟ حتماً همغوی چې تر کوره دباندې خلک ورته مهم دي.