د تسلیار تسل لیکنه
د کومې ورځې چې منظور پښتون د پاکستان حکومت څخه د پښتنو د حق غوښتنې مبارزه شروع کړې نو تر هغې وروسته یې د پاکستان حکومت هم پر خلاف توطیې او دسیسې جوړې کړي او جوړوي.
په یاده مبارزه کې په کمه موده کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ډېری مشهور غړي هم د لاسه ورکړل. خو د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ له یوې ورځې بلې ته پیاوړی شو او پښتنو بیا هم لا په هماغسې جم او جوش کې د پښتنو د حق غوښتنې مبارزې ته دوام ورکړ.
دا ځل یې د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتون پدې تور ونیوه چې ګوندې په یوه وروستۍ وینا کې یې د پاکستان له اساسي قانون انکار او ددې هیواد د نظام خلاف خبرې کړې دي.
نوموړی تیره شپه د خپلو څو نورو ملګرو سره د پېښور په تاکال سیمه کې د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوی. پولیس وايي پر نوموړې د ډیره اسماعیل خان په یو تاڼه کې د پاکستان د نظام خلاف د څرګندونو له کبله شکایت ثبت شوی دی.
خو د منظور پښتون نیولو ګڼ شمېر غبرګونونه راپارولي او د پښتنو د حق غوښتنې ټولو فعالانو ویلي چې مونږ د پاکستان د جابر حکومت څخه د پښتون د نیولو په اړه معلومات غواړو او وایي چې یاده مبارزه به تر هغې دوام لري تر څو پښتانه خپل حق ترلاسه نه کړي.
د پښتون د حق غوښتې یو بل مخکښ فعال او مشر محسن داوړ د پښتون ژغورنې له ملاتړو غوښتي چې ارام و اوسي ، دوی سلا مشوره کوي او تر هغې وروسته به د یو قوي غبرګون ښودلو پریکړه کوي.
محس داوړ همدارنګه ویلي چې پښتانه دې د جوش پر ځای له هوش نه کار واخلي او په وینا یې د منظور پښتون نیول به مونږ لا پیاوړي کړي.
د منظور پښتون د نیولو خبر په ټولنیزو رسنیو کې هم په پراخ کچ عکس العملونه راپارولي او سخت غندل شوی دی.
ټاکل شوې چې نن په اسلام اباد کې د بیلابیلو سیاسي ګوندونو مشران او د پښتون ژغورنې د غورځنګ فعالان په یو خبري کنفرانس کې د منظور پښتین د نیول کیدو په وړاندې د غبرګون یوه شریکه کړنلاره اعلان کړي.