منی شو؛ له احتمالي ناروغیو به داسې ځان ژغورئ

رنګین تجريدي ډیزاین

د مني موسم د ډېرو خوندونو ترڅنګ کیدای شي د غفلت په صورت کې درته د ناروغیو سبب هم شي.
په دې مطلب کې به د دغو احتمالي ناروغیو یادونه او د حل لارو په اړه یې وغږیږو:
ټوخی او ساړه
منی د دوبي او ژمي نښلونکی موسم دی. دا موسم تازه له سختو ګرمیو خلک را باسي، خو خلک یې د مستانه هوا په خوشالۍ د هوا له جانبي زیانونو د ژغورنې لپاره سم تدابیر نه نیسي.
دا کار سبب کیږي، چې دوی په زیاتو موسمي ناروغیو؛ په خاص ډول په ټوخي اخته شي.

ټوخی لکه چې وویل شول، موسمي دی، د انسان ژوند نه ګواښي، خو د وجود دفاعي سیستم کمزوری کوي او موقتي تاوان رسوي.
یخنۍ نه په درملو نه خلاصیږئ، ښه لاره دا ده چې نه ډېرې ژمنۍ او نه د ګرمۍ جامې واغوندئ.
په متوسط ډول ځانونه ګرم وساتئ؛ بالخصوص سهار وخته او مازیګر نه وروسته د ګرځيدو په وخت د غاړې دسمال یا بل داسې څه ولرئ، چې غوږونه او پوزه مو له یخنۍ وساتي.
که مو تبه شوه، د پرستامول له ګولۍ ګټه واخلئ، دې که نتیجه ورنه کړه، بیا ډاکټر ته ورشئ.
د ټوخي د حل لپاره د ډاکټر له مشورې پرته دوا خوړل زیات ښه نه وي. کیدای شي تاسې نورې ځينې ناروغۍ هم ولرئ، په دغه وخت کې پخپل سر درمل خوړل کیدای شي هغو ناروغیو ته تاوان پېښ کړي.
انفلونزا
انفلونزا پر روغتیا ډېر بد تاثیر لري او جدي ناروغي ده. دا ناروغي په یخنۍ ځپلو کې پيدا کیدای شي.
د دې ناروغۍ لویې نښې دا دي چې د وجود غړي به مو درد کوي او په اسانۍ به د خوب له ځایه نه شئ پاڅيدای.
همدا شان سخت به ټوخیږئ.
له انفلونزا څخه د خلاصون ښه لاره درمل نه؛ بلکې د مایعاتو خوړل دي. که پوه شوئ چې مایعات هم تاثير نه لري، بیا ډاکټر ته ورشئ.
د ستوني درد
موسمي ویروسونه د ستوني درد هم په مني کې زیاتوي. د ستوني د درد په وخت ډاکټر ته له تلو مخکې ډېرې داسې ګولۍ او شربتونه شته، چې د ډاکټر له نسخې پرته یې هم کارولای شئ. خو که سخته تبه مو وه او ځان مو ډېر خوږیده، بیا نو ډاکټر ته تګ ضرور دی.
د ستوني له ناروغۍ د ځان خلاصولو لپاره ښه ده، چې هر سهار د مالګې په اوبو یا روغتیايي موادو غړغړه وکړئ، ډېر خواږه او له چای سره مصرفیدونکي نور شیان لکه: ممپلي، چارماغز او نور زیات ونه کاروئ.
د سترګو ناروغۍ
که مو د سترګو شاوخوا ته خارښت احساسوه، یا یې رنګ بدل شوی و، کیدای شي په ګرمو اوبو حمام وکړئ یا له نسخې پرته د سترګو ساده چکک استعمال کړئ.
خو که درد یې زیات او ځورونکی و، بیا ډاکټر ته لاړشئ، خپلسرو درملو ته دوام مه ورکوئ.
اسهال او کانګې
ځینې ویروسونه په مني کې د اسهال او کانګو سبب کیږي. په صابون د لاسونو وینځل د دغو ویروسونو د مخنیوي ترټولو غوره لاره ده.
که د اسهال او کانګې په ناروغۍ اخته شوئ، ښه ده چې لږ ترلږه ۴۸ ساعته په کور کې ارام وکړئ.
د زر نه ښه کیدو په صورت کې له نسخې پرته نور درمل هم وکاروئ.
ورزش او په غذایي رژیم کې له ویټامین ډي څخه استفاده هم د دې ناروغۍ په مخنیوي کې ګټه لري.