- ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري
کله چې یو نارینه له خپلې مینې یا مېرمنې جلا شي، یا هم کله چې له خپلو ملګرو ځنې بېل شي، زړه یې په تنګ کېږي او د هر عادي انسان غوندې غواړي ژر تر ژره له هغوی سره خبرې وکړي یا یې وویني. اوس خو د ټکنالوژۍ نړۍ ده او هر څه شوني دي. کېدی شي له بېلتون وروسته هم په ډېر لرې واټن کې هم د ټکنالوژۍ په مرسته یو بل وویني او له حاله سره خبر شي. خصوصاً هغه وخت چې له نارینه څخه یې مېرمن لرې شي، ځینې نښې یې د زړهتنګوالي څرګندویې وي، لکه دا:
۱ – زنګ ورته وهي: کله چې کوم نارینه هڅه کوي ژر ژر زنګ ووهي یا د مېرمنې غږ واوري، دا مانا لري چې په رښتیا هم مینه ورسره لري او له دې لارې ځان ډاډه کوي چې هغه روغه ده.
۲ – د هغې توکي ساتي: ښایي تاسو ونه پوهېږئ چې تر بېلتانه وروسته نارینه خپل احساسات له ځانه سره ساتي او له دې احساساتو سره یو ځای هر هغه څه هم ساتي چې یوه خاطره ترې ولري یا کوم یاد وریاد کړي. کله چې هغه د مېرمنې اړوند توکي ګوري او ورسره ساتي یې، دا مانا لري چې غواړي هغه تل ورسره وي، خو ځکه چې ورسره پاتې کېدای نه شي، نو هر هغه څه چې بېخي وړوکی هم وي، خو چې د هغې یاد ورتازه کوي، له ځان سره ساتي او ورته ګوري.
نارینه ځینې متفاوته ځانګړنې لري. هغوی د خپلو ماغزو د جوړښت له کبله، د ښځو په څېر، پر یوه وخت پر څو کړنو تمرکز نه شي کولی. هغه وخت چې یوه مېرمن غواړي له خپل نارینه څخه احساسي ګټه واخلي، نو د هغه پام دې بلې خوا ته نه اړوي. مېرمنې دې پوه شي چې دوی باید له یوه نارینه څخه دا تمه ونه کړي چې له مطالعې یا تلویزیون کتو سره سره دې د مېرمنې خبرو ته هم غوږ وي، ځکه هغه فطرتاً داسې نه دی جوړ چې یوه وخت کې دې دوه کارونه سمبال کړي.
که مېرمنې غواړي خپل نارینه ته جذابې او ګرانې شي د هغوی پر لېوالتیاوو او خوښو دې ځان وپوهوي.
نارینه له کومو ښځو کرکه کوي:
۱ – هغه ښځې چې پر نفس اعتماد یې لږ وي او ځان کم حسابوي.
۲ – هغه مېرمنې چې د خاوند له بدلولو سره سخته لېوالتیا ولري. ډېرې نجونې په دې هیله واده کوي چې د خاوند شخصیت به وربدل کړي. د نارینه لپاره تر دې بله بده خبره نشته چې څوک یې ځانګړنې او خوی وربدل کړي،خو زما په اند یو کس به منفي خویونه لري، دا چې وربدل شي او د بدلېدو هڅه یې وشي، کومه خرابه کړنه نه ده. که یوه مېرمن غواړي چې د خپل خاوند منفي خویونه وربدل کړي خامخا دلیل به یې همدا وي چې نه غواړي د دې تر خاونده د بل چا خاوند مخته وي، هم په ټولنیز لحاظ او هم یې د دریځ او شخصیت له پلوه. هر نارینه او ښځه دومره حق لرلی شي چې یو د بل منفي ټکي اصلاح او سمونې ته یې مټې بډ وهي. که خاوند او مېرمن یو بل سم نه کړي، پر دې خو لا هم ملنډو ته تیار ناست وي.
۳ – د نارینه هغه ښځې نه خوښېږي چې دومره رخه او بخیلي وکړي چې آن د خپل خاوند اړیکې له ټولنې سره سستې کړي.
۴ – له هغو مېرمنو څخه یې بد راځي چې تل پسې نښتې وي او څاري یې. داسې وخت کې نارینه د یوه بندي په څېر حس کوي، یانې د اړیکو بندیوان. تل هڅه کوي چې اوس مازې لاره پیدا شي چې ځان له دې بنده ازاد کړي، خو دا هم باید هېره نه شي، مېرمنې توپیر سره لري. ځینې ښځې خپل مېړه بېځایه او هسې څاري، یا یې پر اړیکو بد ګومان کوي، خو ځینې مېرمنې له خپل خاوند سره د ډېرې مینې له کبله هغه څاري، ځکه نه غواړي د خاوند فکر یې د بل چا خوا ته واوړي. او دا کارونه ځکه کوي چې هره ښځه له خپل خاوند سره مینه لري او چې له هغه سره احتیاط ونه کړي، نو پردي نارینه خو هسې هم پردي وي.
۵ – نارینه له هغو ښځو هم بده وړي چې د ښځینهوو په څېر جامې نه اغوندي، خبرې نه کړي او د مېرمنو غوندې کړنې نه ترسوي.
۶ – د نارینه هغه ښځه نه خوښېږي چې مادیاتو سره ډېره مینه لري او نیم ژوند یې په دې کې تېر شي چې نوي ماډل کالي او بوټان واخلي.