هلمند کې د کوکنارو ښه بدیل؛ په ۵۲۹۹ هکټاره ځمکه ممپلي کرل شوي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

راپور: بشر درویش
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د ممپلیو « ځمکنی بادام » کروندې ډېرې شوي او ممپلیو کرکېلي ته د هلمند د بزګرانو لېوالتیا هم زیاته شوې ده.
د هلمند د کرنې رییس هلمند د یادې کروندې لپاره یوه مناسبه ده، نو ځکه ورته لیوالتیا هم په ډیریدو ده.
د کرنې رییس زلمی الکو وایي:

«د هلمند خاوره اوبه او هوا د ممپلیو کرکېلي، پالنې او روزنې ته مناسبه ده، په همدې موخه ددې ولایت په مرکز لښکرګاه، نادعلي او یوشمېر نورو ولسوالیو کې د ممپلیو کرکېله زیاته شوې ده.»

د یاد ولایت د کرنې رییس په وینا؛ هملند کې په پنځه زره او ۲۹۹ هکټاره ځمکه ممپلۍ کرل شوي، چې هر هکټار یې ۴.۵ مټریک ټنه حاصل ورکوي.

د افغانستان د کرنې وزارت مطبوعاتي دفتر د هغه له قوله ویلي؛ ممپلي، چې د کورني بازار تر څنګ په نړیواله کچه هم ښه بازار او مناسبه بیه لري په دې وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې یې کرکېله مخ پر وده روانه ده.
ښاغلي الکو زیاتوي:

«ممپلیو ارزښت ته په کتو غواړي، چې په دې ولایت کې د ممپلیو کرکېله دود کړي، چې له یوې خوا د کوکنارو ښه بدیل دی او له بلې خوا د بزګرانو په اقتصادي وده کې هم رغنده رول لري.»

ممپلي او بې شمیره ګټې يې

ځمکنی بادام یا ممپلي هغه خوندور مغزدي، چې ډېر زیات مینه وال لري.
ممپلي نه يوازې خوندور خوراکي توکي دي، بلکه ډیرې نورې ګټې هم لري.

ممپلي د سرطان په مخنیوي کې ګټور خواړه دي، همداراز د هډوکو ځواکمنولو لپاره غوره مېوه ده.
ممپلي اعصاب پیاوړي کوي او حافظه ښه کوي، ممپلي د سږو لپاره خورا ګټور دي، په دې کې داسې طبیعي منرالونه شتون لري چې سږو ته قوت ورکوی.
دغه مغزي محصولات د نورو مغزي محصولاتو په پرتله په نړۍ کې یو په درېیمه برخه کرل کیږي.