لیکنه: عبدالله عادل
د سریلانکا او بنګلدېش تر منځ د دریو یو ورځنیو لوبو سریز تیره ورځ د سریلانکا په بریا سره پيل سو.
د سریلانکا دا بریا په اصل کي د لیست ملینګا لپاره یوه تحفه وه ځکه چي دا د ملینګا وروستۍ یو ورځنۍ لوبه وه او نورو یې د یو ورځنیو لوبو سره مخه ښه وکړه.
د یادي لوبي ټاس د سریلانکا لوبډلي وګټی او لومړی یې د توپ وهني پرېکړه وکړه سریلانکا لوبډلي په ټاکل سویو ۵۰ اورونو کي د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۱۴ منډي جوړي کړې او مقابلي لوبډلي بنګلدېش ته يې د ۳۱۵ منډو هدف وټاکه .
د سریلانکا لپاره په توپ وهنه کي کوسال پریرا ۱۱۱ اومتیوز ۴۸ تر نورو ډیري منډي جوړي کړې .
بنګلدېش ته په توپ اچونه کي شافي الاسلام په دریو ویکټو مخکښ توپ اچونکی وو.
د ۳۱۵ منډو هدف په ځواب کي د بنګلدېش لوبډلي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۲ اورونو کي یوازي ۲۲۳ منډي جوړي کړې او لوبه یې په د ۹۱ منډو په توپير سره بایلول.
د سریز لومړۍ لوبه د ملینګا وروستۍ یو ورځنۍ لوبه وه او په دا لوبه کي یې هم د تل په څېر کارنامه وکړه نوموړي په پيل کي د بنګلدېش لوبډلي اُپنر توپ وهونکي تمیم اقبال او سارکر اوټ کړل او په وروستیو کي یې د مصطفیض الرحمان ویکټ ترلاسه کړه ، ملینګا ټولټال ۹.۴ اورونه ترسره کړه چي ۳۸ منډي یې ورکړې او درې ویکټي یې ترلاسه کړې.
ملینګا د سریلانکا په کرکټ کي یو خورا ستر نوم دی چي مینوال به یې د هغه د یو ورځنیو لوبو ځانګړې توپ اچونه او کارنامې تل په یاد ولري نوموړي د سریلانکا لپاره په یو ورځنیو لوبو کي د تیري لوبي په شمول ټولټال ۳۳۸ ویکټي ترلاسه کړي.
د یادوني وړ ده چي د سریلانکا او بنګلدېش لوبډلي به د سریز دوهمه لوبه د راتلونکي یکشنبې په ورځ د ماپښین پر ۱:۳۰ بجه ترسره کړي.