ژباړه: بشر دروېش
نیوکې کول په ژوند کې یوه عامه موضوع ده. طبیعي ده چې د نورو برخو ترڅنګ په کورني ژوند کې هم د ژوند د ملګرو( د ماشومانو پلار او مور) ترمنځ داسې مسئلې پیدا کیږي، چې له کبله به یې یو پر بل نیوکې کوي.
په ګډ ژوند کې یو پر بل نیوکې باید له نورو نیوکو څخه متفاوتې وي. دلیل یې دا دی، چې ګډ ژوند له عاطفي اړیکو رغیدلی او که یې په ټولو برخو کې د دغو اړیکو ماهیت ته په کتو سره چلند ونه کړو طبیعي ده چې د ګډ ژوند اساساتو ته تاوان رسولای شي.
دلته هغه ټکي در معرفي کوو چې په دې برخه کې مرسته درسره کولای شي:
وخت پېژندونکي اوسئ!
وخت پېژندنه په هرڅه، خو په ګډ ژوند کې خورا زیات ضرور دی. د ګډ ژوند پر ملګرې/ ملګري که کومه نیوکه لرئ، وضعیت یې وګورئ او بیا پرې نیوکه وکړئ.
د نیوکې پر وخت یاید متوجه اوسئ چې د ژوند ملګري / ملګرې مو څنګه ورځ ترشا پریښې ده.
که ډېر ستړی او نارامه و، ښه نه ده چې په نیوکو یې لا طبیعت خټه کړئ.
نیوکه مو ذهن کې وساتئ کوم ارام او مناسب وخت ته.
محیط په نظر کې ونیسئ
په هغه ځای کې هیڅکله د ژوند پر ملګرې/ ملګري نیوکه مه کوئ چې نور خلک یا خپلوان مو ډله ییز حضور پکې لري.
په داسې وخت کې باید د ژوند جوړې د یو بل په اړه مثبت تصویر وړاتدې کړي.
که د ګډ ژوند ملګري په عام محضر کې یو پر بل نیوکې وکړي یا نور داسې څه چې د خصوصي والي له اصولو سره سم نه وي، ستاسې د ګډ ژوند په تاوان تمامیږي.
لهجې سره پام کوئ
که د ژوند ملګري/ ملګرې ته د چال چلند د بدلولو وړاندیز کیږي، د وړاندیز لهجه باید ډېره محتاطانه او مودبانه وي.
مثلا: مېرمنه غواړي د ژوند ملګري ته د خپلې پلرګنۍ له راغلو مېلمنو سره د صمیمي چلند او زیات وخت تېرولو وړاندیز وکړي.
دا وړاندیز باید په داسې بڼه وي، چې د ژوند ملګري کرکټر پکې زشت او د نه زغملو وړ ونه ښودل شي.
غیرمستقیمې نیوکې وکړئ
د ژوند پر ملګرې/ ملګري د مستقیمې نیوکې پرځای غوره ده، چې نامستقیمې نیوکې وشي.
مثلا: د یوې بلې ګډې جوړې کیسه شروع او پکې د یوه لوري د زشتې رویې او تېروتنو په اړه نیوکې وشي.
په دې صورت کې ستاسې د ژوند ملګرې/ ملګری ستاسې په هدف رسیږي او نیوکو ته پام کوي.
مسلسلې نیوکې مه کوئ
که نیوکې مو بیخي زیاتې شي دا خپله د نیوکې وړ ده. هڅه وکړئ چې په ډېر ځنډ یوه داسې نیوکه چې بیخي درته ضرور او د اصلاح وړ ښکاري مطرح کړئ.
مسلسلې نیوکې ګډ ژوند خرابوي، د ښو پرځای لا بدې پایلې لري او له کولو یې نه کول بهتره دي.