ملاله یوسفزۍ د برېټانیا د فیشن مجلې د پوښ ښکلا شوه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ملاله یوسفزۍ، د نوبل جایزې ګټونکې تر ټولو ځوانه زده کوونکې او ټولنیزه فعاله، د برېټانیا د فیشن مجلې (ووګ) د پوښ ښکلا وګرځیده.

ملاله یوسفزۍ د راتلونکې جولای میاشتې ګڼې (ووګ) مجلې د پوښښ لپاره غوره شوې ده.

پرون، ملالې په خپل ټویټر د یادې فیشن مجلې د پوښ یو عکس خپور کړی او ورسره یې لیکلي:

« زه په هغه ځواک پوهېږم چې د یوې ځوانې نجلۍ په زړه کې کار کوي، کله چې هغه لید او ماموریت ولري. زه هیله لرم؛ هره هغه نجلۍ چې دغه پوښ ګوري؛ نو پوه به شي چې هغه کولی شي نړۍ ته بدلون ورکړي.»

Screenshot_20210602-135336_Samsung Internet.jpg

د ملالې خپور شوی عکس او ټوېټ د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لخوا ډېر وستایل شو.

له بلې خوا، د ملالې مرکه د ‘ملالې غیرمعمولي ژوند’ تر سرلیک لاندې د برېټانیا فیشن مجلې (ووګ) له خوا په ټولنیزو رسنیو کې شریکه شوې.

پر دې سربیره، د مجلې پروفایل په توګه د ملالې د پام وړ لاسته راوړنو روښانه شوی.

له برېټانیایي مجلې (ووګ) سره د مرکې د کولو په هکله ملالې ویلي، “لوپټه زموږ د پښتني کلتور پیژندنه ده، کومه چې دا څرګندوې، چې موږ د کوم ځای سره تعلق لرو.

کله چې هم موږ پښتنو نجونو خپل کلتوري لباس اغوستی، نو موږ مظلومې، بې ژبې او معصومې ګڼل شوي یو. نو زه غواړم ټولو ته ووایم او دا ثابته کړم، چې تاسو په خپل کلتوري لباس کې هم خپل غږ کیدای شئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.