لغمان: د ملخانو پر وړاندې کمپاين پيل شو

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په زیانمنو سیمو او بڼونو کې د ملخانو پر وړاندې د مبارزې کمپین پیل کړ.
د لغمان ولایت دکرنې ریاست د بوټې ساتنې د برخې کارکوونکي له څو ورځو را په دې خوا د لغمان په ولایت کې زیانمنې سیمې سروې او تثبیت کړي او وروسته د ملخانو د کنټرول په موخه یې کیمیاوي مجادله پیل کړې دي.
FB IMG 1590904473545 لغمان: د ملخانو پر وړاندې کمپاين پيل شو
د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ويلي؛

«ټاکل شوې، چې د مجادلې دیاد ټیم له خوا به د زیانمنو سیمو ملخان کنټرول شي ترڅو د بزګرانو کروندې او بڼونه د ملخانو له یرغله خوندي پاتې شي.»

FB IMG 1590904433559 لغمان: د ملخانو پر وړاندې کمپاين پيل شو
یاد وزارت زیاتوي؛ د لغمان د کرنې ریاست کارکوونکي تر هغه چې ډاډه نه شي، چې صحرایي ملخان یې کنټرول کړي او له منځه یې وړي په زیانمنو سیمو کې کار کوي او که ملخان ددې ولایت نورو ولسوالیو کې پیدا شي په ډېر لږ وخت کې به د کرنې ریاست کارکوونکي هغو له منځه یوسي او د کروندګورو کروندې او بڼونه به خوندي کړي.