لیکنه: سارا ناټن
ژباړه او تفصیل: وکیل احمد عزیزي
نوټ
دغه لیکنه د تېرې سه شنبې په ورځ لیکل شوې او هغه مهال خپره شوه چې په فزیک کې د ۲۰۲۰ د نوبل جایزې ګټونکي اعلان شول. په دې لیکنه کې د ۸۹ کلن برتانوي فزیکپوه، راجرپنروس د ۶۰ کلونو پر هغه اوږد علمي کار لنډې خبرې شوې دي چې دی یې د نوبل جایزې تر ګټلو پورې را ورساوه. دلته نه یوازي علمي خبرې شوې، بلکې لوستل یې موږ ته دا هم را ښیي چې څرنګه یو علمي کار په پوره مینې، اخلاص صبر او استقامت باندې ترسره کړو.
پیل
راجر پنروس وایي چې ستره چاودنه د کایناتو پیل نه و، بلکي تر دې له مخه داسې څه موجود وو چې په راتلونکي کې به یې هم لرو.
(دلته د ده مطلب دا دی چې یوازې یوه ستره چاودنه نه ده شوې، بلکې په متواتر ډول کاینات پیدا او له منځه تللي دي. دلته د کایناتو له منځه تګ او پیدایښت یوه څلور بعدي پېښه ده، مانا له یوه حالته په بل بدلېدل دي او د ابدي جوړښت او فناه مانا ځکه نه لري چې د فازونو دغه بدلون او مشاهده زموږ په څلوربعدي کمزورې فضا کې دی. ژباړن.)
راجر پنروس اوس ۸۹ کلن دی، د تورو غارونو یا بلک هولز د کشف له وجې یې د نوبل جایزه وګټله او په اسمان کې یې دغه ډول ۶ عجبې نقطې موندلې دي. [دا ټکي د هاکینګ د نقطو په نامه یادېږي.] دغه هر یو ټکی زموږ د سپوږمۍ د قطر اته برابره دی.
دغو ټکو یا تورو غارونو ته ځکه اوس د هاکینګ نقطې وایي چې په نظري ډول لومړی سټیفن هاکینګ د دوی د شتون وړاندیز وکړ او ویې ویل چې دا غارونه تشعشع خپروي او په پای کې په بشپړ ډول په بخار بدلېږي. د تور غار د بشپړې بخار کېدا یا له منځه تګ سخت اوږد وخت نیسي، ان دغه وخت د کایناتو تر پیدایښت زیات دی، نو پلټل یې بېخي ناممکن ښکاري. مګر راجر پنروس باوري دی چې د پخوانیو کایناتو مړه شوي تور غارونه اوس هم د مشاهدې وړ دي.
راجرپنروس او سټیفن هاکینګ په تورو غارونو زیات کار وکړ او په ۱۹۸۸ کال یې یوه جایزه هم پرې واخیسته. (دوی خپل کار د عام نسبیت په غېږ کې وکړ او په ۱۹۷۵ کال یې د کایناتو د پیل او پای شتون هم ثابت کړ. ژباړن.)
له اکسفورډ څخه له خپل کوره نن پنروس داسې وویل:
“زه دا وایم چې د هاکینګ د تشعشع مشاهده رښتیا هم شته.“
(مطلب یې د پخوانیو تورو غارونو شتون دی چې تشعشع یې اوس هم مشاهده کېدای شي. ژباړن.)
پنروس خپلې خبرې داسې پسې وغځولې:
“موږ داسې کاینات لرو چې پراخېږي، پراخېږي، ټوله کتله یې تجزیه کېږې او زما په دې لېونۍ تیوري کې وایو چې راتلونکې ستره چاودنه د یو بل عصر پیل دی. همداراز زموږ د اوسنیو کایناتو ستره چاودنه د مخکینۍ زمانې د راتلونکې نړۍ جوړېدا برخه وه او په هغه وخت کې خاص دغه ډول تور غارونه د هاکینګ د تشعشع مطابق په بخار بدلېدل او په اسمان کې اوسنۍ هغه نقطې یې تولید کړې چې زه یې د هاکینګ نقطې بولم. دغه نقطې موږ لیدلای شو، قطر یې د سپوږمۍ د قطر اته برابره دی او په اړه یې بلا شواهد لرو“.
پنروس اوس خپله د هاکینګ د نقطو تیوري د شاهي ستورپېژندنې د ټولنې په میاشتنۍ خپرونه کې نشر کړې ده. پنروس او هاکینګ ته په ۱۹۸۹ کال ویل شوي وو چې د نوبل جایزې ته کاندیدان شي، مګر پنروس وویل:
“فکر کوم چې دومره وختي د نوبل جایزې اخیستل بد کار دی. زه پوهېږم، کومو ساینسپوهانو چې وختي جایزې اخیستې دي، خپل علم یې فاسد کړی دی“.
د تورو غارونو نظریه جنجالي ده، په داسې حال کې چې زیاتره ساینسپوهان باور لري چې کاینات یو دوران کوي، یعنې پراخېږي او منقبض کېږي.
پنروس وایي چې د تورو غارونو نظریه پخوا هم جنجالي وه. د تورو غارونو په اړه لومړۍ خبره په ۱۷۸۳ کال برتانوي، جان میچل وکړه. ده وویل چې کله یو جسم زیات دروند شي او کثافت یې غټ شي، جاذبوي قوه یې دومره قوي کږږي چې نور هم نه شي ترې تلای. (دې سړي په تورو غارونو باندې نور علمي کار نه دی کړی. ژباړن.)
مګر البرت اینسټاین بیا له دغې موضوع څخه د فریکي حقیقت پر ځای د ریاضیکي پېچلتیا له وجې مخ واړاوه!
د اینسټاین له مرګه ۹ کاله وروسته، یعنې په ۱۹۶۴ کال راجرپنروس د توروغارونو وړاندیز وکړ او ویې ویل چې دا د عام نسبیت د تیوري یوه داسې لاس ته راوړنه ده چې سترګې نه شي برې پټېدای. پنروس ثابته کړه چې کله شیان زیات کثیف شي، د زورورې جاذبې له وجې د کتلې په یوه نامحدوده نقطه بدلېږي او هلته د طبیعت پېژندل شوي قوانین هيڅ کار نه کوي، دې حالت ته سینګولریټي وایي. د پنروس دغه خبرې اوس هم له اینسټاین وروسته د نسبیت له تیوري سره یوه ستره همکاري بلل کېږي او د سترې چاودنې لپاره شواهد برابروي.
پنروس وایي:
“که تاسې غواړئ چې په ساینس کې د نوبل جایزه واخلئ، ښه به دا وي چې ډېر زاړه او له کاره لوېدلي یاست!”
دی بل ځای وایي:
“په تورو غارونو باندې زما کار تقریباً ۶۰ کاله ونیول، دا اوږد وخت دی، مګر ډېره د حیرانتیا خبره ځکه نه ده چېوخت یواځ په ما تېر شوی او زه پکې بوډا شوی یم“.
له پنروس سره یو ځای جرمن فزیکپوه او د ماکس پلانک انستيټیوټ پروفیسر، رینهارډجینزل او امریکایي ښځې فزیکپوه، انډري جینز ته هم په فزیک کې د نوبل جایزې ورکړل شوې. دوی دوو زموږ په کهکشان کې یو ډېر دروند تور غار موندلی دی. دغه تور غار یې پر نورو ستورو د اغېز له لاسه کشف کړی دی.
شاهي ستورپېژندونکی او په کیمبریج کې د ټرینیټي کالج پروفیسر، مارټین ریس د نوبل جایزې په اړه په خپله تبصره کې وویل:
“دا ډېره خواشینوونکې ده چې سټیفن هاکینګ نه دی ژوندی او پنروس یو نوښتګر شخص دی چې په تېرو ۶۰ کلونو کې یې زیات نوښتونه کړي دي. زه فکر کوم چې له اینسټاین وروسته پنروس او هاکینګ داسې خلک دي چې د جاذبې قوې په اړه یې زموږ پوهه را زیاته کړې ده. زه خپه یم چې دغه جایزه دومره وځنډېدله چې هاکینګ وانه خیستله“.
د جایزې د اعلان په وخت د سویډن د شاهي علومو اکاډمي سکرتر جنرال، ګوران هانسن وویل: “په فزیک کې د دې کال جایزه د کایناتو د تیاره ترینو رازونو په اړه ده“
نوټ
فزیک انساني علم دی چې زموږ د پنځه ګونو حواسو قوت دی او زموږ حواس د کایناتو له بشپړې تشریح څخه عاجز دي. دغه خبرې او د کایناتو د پیل او پای خبرې له اسلامي نظریاتو سره مه تړئ! ساینس د داسې انسانانو لاس ته راوړنه ده چې خپل ځان لا پوره نه پېژنې. موږ د هغه لوی رب جل جلاله خبره له دلایلو پرته منو چې زموږ او د کایناتو خالق دی.