ژباړه: پلوشه فضلي
ممکن تاسي مېک اپ کوئ او له زیانونو به یې بې خبره یاست.
يوه نوې څېړنه چي د امریکا په ویرجنیا کي ترسره سوې ده، ښيي چي په میکپ کښي ډېر خطرناکه کيمیاوي مرکبات دي چي په استعمالولو سره ئیې په مېرمنو کښي د هورمونونو تعادل یا توازن زيانمنیږي. او کولای سي چي په مېرمنو کښي د زړه او سينې سرطان ناروغۍ وزېږوي. تر دې وړاندي څېړنو ښودلي ول چي د وېښتانو رنګول د سينې سرطان رامنځ ته کوي.
د جارج ميسن پوهنتون یوه تحقیقي ګروپ پر څو ښځو باندي تجربه کړې وه چي مېک اپ کارونکي وې، په دوی کښي له ۱۸ کلنو څخه تر ۴۴ کلونو ښځو پوري شاملې وي؛ څېړونکو د دوی د ادرارو معاینات وکړل او په نتیجه کښې دا وښودل چي په مېکپ کښي د میرابینیس او بینزوفینوس په شمول ځیني کیمياوي توکي شامل دي، چي د وجود هورمونونه متاثره کوي؛ په دې کي هغه هورمونونه هم شامل دي چي د ښځي سره په اُمېدواره کېدو کښي مرسته کوي.
پیرابین کیمیاوي توکي په وجود کښي د استروژن سطح لوړوي چي له وجي یې د سینې سرطان خطر زیاتېږي.