ماه جبین قزلباش د فلم ډکولو پر وخت په فلمي ډول واده کړی

رنګین تجريدي ډیزاین

ماه جبین قزلباش یوازې مشهوره سندرغاړې نه ده؛ هغې په یو شمېر فلمونو کې هم کار کړی او ترټولو جالبه دا چې د ګډ ژوند پيل یا واده یې هم په فلمي بڼه شوی و.
په دې لیکنه کې به د ماه جبینې د ژوند د نورو اړخونو ترڅنګ له دې کیسې هم خبر شئ.
د پښتو ایرانۍ خدمتګاره
ماه جبین قزلباش د پښتو موسیقۍ له وتلو نومونو څخه ده. هغې لسیزې ـ لسیزې پښتو موسیقۍ ته خدمت کړی او له نه هېریدونکو غږونو او نومونو حسابیږي.
ماه جبینه اصلاً ایرانۍ او د ایران د مشهد اوسیدونکې ده، خو نیکه یې له ایرانه کندهار او بیا له هغه ځایه پېښور ته کډه شوی و.
د ماه جبینې زوکړه په پېښورکې شوې. هغه وایي نیکه یې درې مېرمنې لرلې، چې د دې نیا پکې پېښورۍ وه. د ماه جبینې کورنی او اصلي نوم ثریا ده.

موسیقۍ ته مخه
ماه جبینه قزلباش له ۱۴ کلنۍ څخه موسیقۍ ته مخه کړې ده. وایي د مکتب په اووم ټولګي کې وه، چې هلته یې د ډاکټر اعظم دا ترانه وویله او د پام وړ شوه:
لوګی شه درنه خویندې د وطن محافظانو
زما ورونو غازیانو زما ورنو غازیانو
له دې ترانې وروسته ماه جبینه د رفیق شینواري لخوا د ښه غږ لپاره یې زیاته هڅول شوې، چې موسیقۍ ته مخه کړې.
پر رفیق شینواري سربېره د ماه جبینې مور د هغې د موسیقۍ زیاته هڅونکې وه.
د ماه جینې ترټولو مشهوره سندره( سپینې سپوږمۍ وایه اشنا به چېرته وینه، ګونګۍ شې ولې، ګونګۍ شې ولې نه وایي حالونه) د هغې لومړنۍ سندره وه.
ماه جبینې له دې پرته سلګونه نورې سندرې هم ویلي. د نوموړې له سندرو په ګڼو فلمونو کې هم ګټه اخیستل شوې ده.
ماه جبین قزلباش د شاهین قزلباش په نوم یوه خور او ۳ وروڼه لري.
د استاد خیال جوړه
د ماه جبینې زیاتې سندرې؛ په خاص ډول له استاد خیال محمد سره ګډې سندرې یې ډېر اوریدونکي او مینه وال لري.
ماه جبینې ته په سندرو کې د استاد خیال د تر ټولو بهترینې جوړې په سترګه کتل کیږي.
مېرمن قزلباش له استاد خیال نه ښې خاطرې لري. وایي امریکا، دوبۍ او نورو ځایونو ته یې ګډ هنري سفرونه ورسره کړي.
د ماه جبینې په وینا استاد خیال د دې د لاس چپلي کباب ډېر خوښوي او اکثره وخت یې ورنه د دغو کبابو د پخولو غوښتنه کوله.
ماه جبینې په وروستي ځل دوه کاله مخکې استاد خیال ته د تاج پوشۍ او مډال ورکولو په مراسمو کې له هغه سره د دواړو هغه مشهوره سندره وویله، چې د مینه والو لخوا یې تود هرکلی وشو:
استاد خیال: ستا په جدایۍ کې تېربه شي وختونه
مینې دې ملنګ کړم غواړمه خیرونه
ماه جبینه: وه ملنګه یاره مه کوه غمونه
سترګې دې کچکول که واخله دیدنونه
https://www.youtube.com/watch?v=edM5JG52Mc4
د ماه جبینې ذوق
ماه جبینه وایي ماهي او سبزیجات یې زیات خوښیږي او همدا خوراک یې د ځوانۍ راز ګڼي.
پررنګونو کې یې تور رنګ، په جامو کې هندي ساري او هم د پښتنو لباسونه خوښیږي.
ماه جبینه وایي ټولنیزه ده، د هنر ترڅنګ مړی ـ ژوندی او کور هم کوي.
هغه د ښځې یو لوی هنر کورکول او پالل ګڼي او وایي په دې هنر هم سمباله ده.
هغه په شاعرانو کې ډاکټر اعظم، لایق زاده لایق، اباسین یوسفزی او نور مشهور شاعران خوښوي.
په ښځینه سندرغاړو کې نازیه اقبال، مینه ګل، ګل پاڼه، نغمه او ایمن هوداس د ماه جبینې د خوښې سندرغاړې دي.
هغه په کمپوزجوړونکو کې د مازخان، نظرګل استاد، سجاد حسین، سبزعلي خان او ماسټر علي حیدر کارونه خوښوي.
په بره پښتونخوا کې مینا ګل، صنم ګل او کمین ګل د دغې سندرغاړې د خوښې کمپوز جوړونکي دي.
ماه جبینه د كرکټ مینه واله هم ده. په دې برخه کې یې وسیم اختر او شعیب اختر خوښیږي.
فلمي اداکاره ماه جبینه
ماه جبینې قزلباش پرموسیقۍ سربېره د فلمي اداکارۍ هنر هم پاللی. هغه وایي د ځناور په نوم یوه فلم کې یې کار کړی او یو بل فلم یې هم جوړ کړی.
د فلمي ادا کارۍ ترڅنګ ماه جبینې قزلباش د ګڼو فلمونو لپاره سندرې هم ویلي.
د فلمي ادا کارې فلمي واده
د ماه جبینې واده هم فلمي بڼه لرله. هغه وایي د ژوند ملګري یې حکیم الله اورکزي ورسره د شېرعلم میمونۍ په فلم کې کار کاوه.
د هغې په وینا دوی د فلمي شوټینګ لپاره میادم سیمې ته تللي وو، له دې سره مور او یو کشر ورور هم تللی و.
د ماه جبینې په خبره دوی د شپې په هوټل کې وو، چې نېمه شپه یې په کوټه کې اور لګیدلی او حکیم الله خان د اور له لمبو ژغورلې وه.
مېرمن قزلباش وایي، له دې پېښې څه موده وروسته حکیم الله خان پرې جرګه کوي، چې د دې مور یې هم جرګه ومنله او ورسره یې واده کړه.
د واده په وخت هغه د نهم ټولګي زده کوونکې او د ژوند له ملګري ۱۵ کاله کشره وه.
د ماه جبینې دغه ګډ ژوند دومره دوام نه دی کړی. وایي په لږ عمر له ۲ زامنو او یوې لور سره کونډه شوه.
هغه وایي د ژوند ملګرې غټه ډالۍ یې ورته همدا وه، چې د هنري فعالیتونو اجازه یې ورکړه او په دې برخه کې یې پوره مرسته ورسره کوله.
له سیاست او غیبت څخه خوابدي
ماه جبین قزلباش وایي سیاست یې ځکه نه خوښیږي، چې یو مخ دروغ ویل دي او غیبت یې ځکه بدې شي، چې د نورو ګناهونه یې سرته راوړي.
ماه جبینه له خلکو د مینې او محبت ژوند غواړي. یو بل ته خیر رسول یې خوښیږي او دا خپل طبیعي عادتونه ګڼي.