افغان حکومت: پاکستان دې ژمن پاته شي، پر طالبانو دې د امنیت شورا پریکړه لیک تطبیق کړي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
راپور: بشر درویش

کابل – د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغان دولت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو د تطبیق په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خپور شوی سند په دقت کتلی او په هراړخېز توګه یې وارزاوه.
یاد وزارت ویلي چې  د دې سند مطابق، د پاکستان حکومت ژمنه کړې چې پر طالبانو باندې د سفرونو د محدویت، د وسلو او تجهیزاتو بندیز او طالبانو پورې د اړوندو ډلو او افرادو د مالي سرچینو وچولو په اړه به د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه لیکونه، عملي کړي.
وزارت یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي؛ د افغانستان اسلامي جمهوریت د دې سند تطبیق او په هغه کې د شاملو پرېکړه لیکونو د عملي کولو بهیر دوامدار څاري او تعقیب به یې کړي.
د ملګروملتونو د امنیت شورا د ټولو په ځانګړي ډول د هغو پرېکړه لیکونو هراړخیز تطبیق او تحقق چې د ترهګریزو کړنو  د تجهیز او تمویل سرچینو د وچېدو او د جګړې او وینې بهېدنې د مخنیوي لامل ګرځي، پر ټولو دولتونو الزامي دي.

اعلامیه کې ویل شوي؛ د افغانستان دولت، د نورو مسوولو، نړیوالې سولې او نړیوال امنیت ته د ژمنو ملتونو ترڅنګ، د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو په ځانګړي ډول د ۲۲۵۵، ۱۹۸۸، ۱۲۶۷، ۲۲۵۳ ګڼو پرېکړه لیکونو رعایت او تطبیق پرځان لازمي بولي او د پاکستان څخه هم غواړي چې د خپلو بین المللي مسوولیتونو او ژمنو د رعایتولو ترڅنګ، یاد پرېکړه لیکونه عملي کړي او د هغو بشپړ تطبیق او تحقق ته ژمن پاتې شي.
دې وزارت زیاته کړې چې د افغانستان دولت او خلک په داسې حال کې چې د دایمي سولې تامین او د ترهګرۍ د تمویل او تجهیز د سرچینو وچېدو ته ژمن دي، بشپړ باور لري چې د امنیت شورا پرېکړه لیکونه، په ځانګړي ډول ۲۵۱۳ پرېکړه لیک او د افغانستان اسلامي جمهوریت په هڅو رامنځته شوې سیمه ییزې او نړیوالې اجماع عادلانه اوتلپاتې سولې ته زمینه برابره کړې.
افغان حکومت په همدې اعلامیه کې یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره د سولې مذاکرات پیل کړي  او د وینې بهېدنې ودرولو او باعزته او تلپاتې سولې ته په بشبړې ژمنتیا، ځان د بین المللي بندیزونو او تحریمونو په خطرکې وانه چوي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې پاکستان پر یو شمیر طالب مشرانو د بندیزونو د عملي کولو او سختولو په اړه خبر ورکړی و.
باید وویل شي چې طالب پلاوی اوسمهال په پاکستان کې دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې له دې وروسته شاید د سولې په اړوند مسایلو کې ښه والی ولیدل شي.