واشنګټن: د متحده ایالاتو برحاله ولسمشر ټرمپ د دفاع وزیر ” مارک ایسپر” له دندې ګوښه کړی.
ټرمپ دا پرېکړه په ولسمشرۍ ټاکنو کې د جوبایډن پر وړاندې د ماتې وروسته وکړه.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې د دفاع وزیر “مارک ایسپر” د لرې کولو اعلان وکړ، چې وروسته له هغه به د تروریزم ضد ملي مرکز رییس “کریسټوفر میلر” د دفاع سرپرست وزیر شي.
د رسنیو د راپورونو له مخې ، د متحده ایالاتو ولسمشر او د دفاع وزیر؛ له افغانستان څخه د عسکرو په ایستلو یا ساتلو موافقه نه درلوده، چې له امله یې د دواړو ترمنځ اړیکې د څو میاشتو راهیسې خرابې وي، چې د دفاع وزیر لا دمخه خپله استعفا چمتو کړې وه.
د دفاع وزیر “مارک ایسپر” په هېواد کې د امنیت او نظم د ټینګښت په موخه د امریکایي ځواکونو د پاتې کېدلو پلان په پلي کولو کې د ټرمپ سره مخالفت کړی وو او ویلي وو، چې دا سرتیري باید یوازې په خورا کړکېچنو شرایطو کې وکارول شي.
“مارک ایسپر” ویلي وو، چې هغه دا خبره د دفاع وزیر په توګه نه بلکه یوازې د یو پخواني سرتیري په توګه هم کوي.