زه په يوويشتمه پيړۍ کې د پيريانو په ژبه نه غږيږم.
خبر اوسئ، چې زه اوس خپل غږ اوچتولى شم او په هر ځاى کې د خپلو حقوقو نه دفاع کولى شم.
ماته د ډار خبرې مه کوئ!
هغوی، چې ستاسې د خبرو په طلسم کې راګیر دي او دا فکر مو ورکړی، چې تاسې باید همداسې په مجبوریتونو کې ژوند وکړئ!
خپل غږ پورته نه کړئ!
تل د نورو جبر او ظلم په پټه خوله وزغمئ!
لکه د وینځو ژوند وکړئ!
لنډه دا، چې د ژوند ډیر حقونه مو ورنه اخیستي او د دې په مقابل کې مو دا مفکوره ورکړې، چې تاسې د هېڅ ویلو حق نه لرئ او نه د دې اجازه درکول کیږي…
خو داسې نه ده!
زه مې د خپل حق غوښتلو لپاره دا بغاوت کوم، چې د وخت او حالاتو د جبر او ډار دا زولنې په ډیر جرئت سره ماتې کړم او هغوي ته وښیم، چې زه یوه ډارنه ښځه ـ مور ـ لور او میرمن نه یمه!
کله، چې مو د جبر، ډار، وحشت او ناخوالو دا ناوړه جادو په خپل افغاني او اسلامي غرور مات کړ، نو د ډیرو دردونو، مشکلاتو، ظلمونو او محرومیتونو له قیده به ازادې شئ!
ببا به درته خلک په ټولنه کې سپک نظر نه کوي!
ښځه که د مینې، عاطفې او ترحم یوه نمونه ده، نو باید چې د دوي زړونو ته هم وکتل شي او هېڅکله ورسره ظلم ونه شي!