لیکنه: محمدصابر حمیدي
د هند آی پي ایل سیالیو په ۳۹مه لوبه کې پرون چهارشنبه د رویال چلینجرز بنګلور لوبډلې مسلمان لوبغاړي محمدسراج د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې په وړاندې په زړه پورې توپاچونه وکړه، چې په مټ یې خپله لوبډله بریا ته ورسوله.
هغه په پرونۍ لوبه کې څلور اورونه وکړل، د کلکتې درې مهم لوبغاړي یې وسوځول او یوازې یې ۸ منډې ورکړې، چې خورا اقتصادي توپاچونه یې ترسره کړه.
د سراج کارنامه
محمدسراج په خپل لومړي او دویم اور کې درې ویکټې واخیستلې او هیڅ منډه یې ورنه کړه، چې په دې سره د آی پي ایل په تاریخ کې لومړنی توپاچونکی شو، چې دوه پرلپسې اورونه میډیم یا له منډې ورکولو پرته ترسره کوي.
پر سراج په پرونۍ لوبه کې جوړي شوي ۸ منډې په درېم او څلورم آور کې راغلې.
هغه تر یادې لوبې وروسته پر خپلې کارنامې خوښي وښودله او د خدای جلجلاله شکر یې ادا کړ.
محمدسراج زیاته کړه:
«لومړی زما د ښه ځلېدو له امله د الله ج شکر اداء کوم. بیا د ویراټ کوهلي څخه مننه کوم، چې ماته یې د لوبې په سر کې په نوي توپ توپاچونه راکړه. زه له نوي توپ سره ډېر تمرین کوم، خو هیڅ پلان مې نه درلود، چې په نوي توپ دي زه توپاچونه وکړم. خو کله چې ویراټ کوهلي راته وویل صاحبه چمتو اوسه، نو چمتو شوم.»
د پرونۍ لوبه حال
د آی پي ایل سیالیو ۳۹مه لوبه پرون د بنګلور او کلکتې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې لومړی کلکتې لوبډلې توپوهنه وکړه.
کلکتې لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۸۴ منډې وکړې او بنګلور لوبډلې ته یې د ۸۵ منډو هدف وټاکی.
کله چې بنګلور لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د کلکتې لوبډلې له لوري ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۱۳،۳ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په ۸ ویکټو یې بریا خپله کړه.
د یادې لوبې غوره لوبغاړی محمدسراج وټاکل شو، چې د کلکتې لوبډلې درې مهم لوبغاړي یې وسوځول.