ميرویس اشرف نړيوال جام کې د ښه نیت استازی ټاکل شوی

رنګین تجريدي ډیزاین

د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا په ۲۰۱۹ م کال نړيوال جام کې د ګډون کوونکو هېوادونو څخه يو- يو تن د غوره استازولۍ لپاره د ښه نیت سفير په توګه غوره شوي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د افغانستان په استازیتوب د کرکټ بورډ ادارې له لوري ورته ملي لوبډلې لوبغاړی ميرویس اشرف په همدې موخه معرفي شوی او پرون انګلستان ته ولاړ.
ashraf ميرویس اشرف نړيوال جام کې د ښه نیت استازی ټاکل شوی
د هر هېواد استازی يا سفير به د نړيوال جام پر مهال له رسنیو سره مرکې کوي، لیکنې به کوي او پر لوبو به خپلې تبصرې کوي، همدارنګه به د خپل هېواد د ښه نوم يا نېک هدف لپاره غوره فعالیتونه کوي.
ياده دې وي چې له ویسټ انډيزه کلایف لایډ او سر ويو ريچارډز، له هنده کرشنماچاري سريکانت، له اسټرالیا الن بارډر او سټيو واګ، له انګلستانه ګريم سوان او هیدر نایټ (د انګلستان د ښځو لوبډلې لوبډلمشره)، له سويلي افریقا ژاک کيلس، له سريلانکا مهيلا جی وردنی، له نيوزيلنډه ډاينيل ويټوري او له بنګله دېشه عبدالرزاق د ښه نيت استازي ټاکل شوي دي.