د اسټرالیا څوکه یا کرار توپ اچوونکي نتن لین په یوه اور کې د څلورو غوره پاکستاني توپ وهونکو وېکټې وغورځولې.
نتن لین په دوهمه ټېسټ لوبه کې چې پاکستان په ۳۷۳ منډو وګاټه، د پاکستان څلور لوبغاړي یو مېډن اور کې وسوځول.
څلور واړه توپ وهونکي د پاکستان د توپ وهنې د ملا تېر جوړوي، خو نتن لیئن دا تېر هغه مهال مات کړ، کله یې چې د عربي متحده امارتو په مرکز ابوظبي کې د پاکستان خلاف دوهمه ټېسټ لوبه کوله.
نوموړي پیلوونکی لوبغاړی اظهرعلي، حارث سُهیل، اسد شفیق او بابراعظم په یو اور کې وسوځول، کومه منډه یې هم ور نه کړه او اور یې مېډن کړ.
نتن لیئن په لومړي توپ وېکټ واخېسته، په دوهم توپ یې هم وېکټ واخېسته، دریم او څلورم توپونه یې ډاټ یا مېس کړل، په پنځم او شپږم توپونو یې یو ځل بیا دوه وېکټې وغورځولې، چې د اسټرالیا د کرکټ په تاریخ کې د دوهم ځل لپاره تر ټولو ښه اور او د پاکستان لپاره خطرناک و.
په دې اړه اسټرالیایي کېمرن مېچل د ستاینې په ډول ویلي، چې ایا د نتن لیئن څخه په ټېسټ لوبه کې بل ښه توپ اچوونکی شته؟
بیا یې ویلي چې تر ده وړاندې اسټرالیایي جېسن جېلېسپي د انګلستان خلاف په یو اورکې په ۱۹۹۸ م کال کې څلور وېکټې اخېستې وې، نوموړي د اسټرالیا په پېرت لوبغالي کې په لومړي توپ وېکټ اخېستې وه، ورپسې توپ یې مېس کړی و، بیا یې په دریم توپ وېکټ واخېسته، په څلورم توپ یې هم وېکټ واخېسته، پنځم توپ یې بیا مېس کړ او په شپږم توپ یې بیا وېکټ اخېستې وه.
د نتن لیئن د توپ اچونې ویډیو:
https://www.youtube.com/watch?v=oHwvg5b3Wj8
نتن لیئن د اسټرالیا ښي لاسی اف برېک توپ اچوونکی دی، چې د اسټرالیا لپاره په ډېری ټېسټ لوبو کې لوبېږي، نوموړي په یو اورکې د یکشنبې په ورځ دا کارنامه وکړه، هغه په لومړي توپ اظهرعلي کېچ اوټ کړ، توپ یې هم خپله وکړ او کېچ یې هم خپله واخېست، ورپسې یې حارث سهیل کیڼ لاسی توپ وهونکی په کېچ سره وسوځاوه، بیا یې په پنځم توپ اسد شفیق په کېچ سره له مېدانه بیرون کړ او په وروستي توپ یې بابراعظم هم په بولډ اوټ سره له لوبغالي وویست.
دواړو لوبډلو دوه ټېسټ لوبې درلودلې، چې لومړۍ لوبه مساوي شوه او دوهم لوبه بیا پاکستان وګټله.