مشورتي لویه جرګه؛ بین الافغاني خبرې به له جرګې درې ورځې وروسته قطر کې پيل شي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
راپور: بشر درویش

د ملي مصالحې عالي شورا او د مشورتې لویې جرګې رییس ډاکټرعبدالله عبدالله رسنیو سره په یوه خبري ناسته کې وویل، د طالب بندیانو د خوشې کېدو په تړاو د دې مشورتي جرګې د پنځوسو کاري کمېټود کار پر وخت په ځینو برخو کې مخالفتونه وه؛ خو اکثریت غړي پدې نظر دي، چې په هېواد کې د دایمي سولې او ثبات د راوستلو لپاره دې یاد طالب زندانیان خوشې کړای شي.
د مصالحې عالي شورا په خپله فبسبوک پاڼه لیکلي؛ د کاري کمېتو د مشورو او وړاندیزونو په تړاو به د سولې د دې لویې مشوري جرګې وروستۍ پرېکړه سبا اعلان شي.
یاران له نورو رسنیو 49 مشورتي لویه جرګه؛ بین الافغاني خبرې به له جرګې درې ورځې وروسته قطر کې پيل شيیاران له نورو رسنیو 49 مشورتي لویه جرګه؛ بین الافغاني خبرې به له جرګې درې ورځې وروسته قطر کې پيل شي
ډاکټر عبدالله زیاته کړه:

«د کمېټو کارونه پایې ته رسېدلي او له نظرونو څخه به یې افغان حکومت، د ملي مصالحې عالي شورا او طالبانو سره د خبرو مرکچي پلاوی په بین الافغاني مذاکراتو کې ګټه واخلي.»

د ملي مصالحې عالي شورا او د مشورتې لویې جرګې رییس وویل، د دې جرګې د پای ته رسېدو سره سم به د ملي مصالحې عالي شورا رهبري پلاوی اعلان کړي او خپله لومړۍ ناسته به وکړي.
یادې شورا ویلي؛ د سولې بین الافغاني خبرې به د جرګې د پاې ته رسېدو درې ورځې وروسته پیل شي، چې لومړۍ ناسته به یې په قطر هېواد کې وي.
د ملي مصالحې عالي شورا او د مشورتې لویې جرګې رییس د هغه ګونګسو په ځواب کې چې ګوندې دا جرګه فرمایشي ده وویل:

«جرګه فرمایشي نده او د ولس استازي د دې وطن مجبورتونه ښه درک کولی شي، داسې پرېکړه به وکړي، چې د هېواد او هېوادوالو په خیر به یې او زیاته یې کړه تر اوسه له دې ۴۰۰ طالب زندانیانو یو یې هم له بنده ندی ازاد شوی.»

یاران له نورو رسنیو 51 مشورتي لویه جرګه؛ بین الافغاني خبرې به له جرګې درې ورځې وروسته قطر کې پيل شي
ښاغلي عبدالله همدارنګه د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو هم مننه وکړه، چې پر وخت یې د جرګې له جریان او د سولې له خبرو ولسونه خبري کړي، چې د سولې په خبرو کې دا مهم ټکی دی.
د اکثرو کمیټو مشرانو او غړو پر فیسبوک لیکلي چې په پرنسیپ کې زیاتو کمیټو د بندیانو خوشې کیدل تائید کړي دي، خو دا یو شمیر شرطونه يې پسې تړلي چې ویل کیږي، سم لاسي اوربند او د اوربند او خبرو نړیوال ضمانتونه غوښتل شوي دي.