ژباړه: نجم الرحمن ناصري
تر ټولو لوړه ونه، چې اوس مهال هم د ودې په حال کې ده، هایپریون نومېږي. لوړوالی یې ۱۱۵.۵۴ مترو ته رسېږي چې په ۲۰۰۶ کال کې اندازه شوې. دا ونه د رډوود ملي پارک په سواحلو کې موقعیت لري او د لومړي ځل لپاره میکایل تایلر او کریس اتکینس له خوا وپېژندل شوه چې دواړه آمریکایان دي.
دقیقه اندازه یې سټیو سیلیت واخیسته او دوه نوموړي کاشفان له رسۍ سره ونې ته وختل. ردوود د لوړو او ښکلو ونو په درلودو مشهوره ده او د همدې لپاره ډیر سیلانیان ځانته جذبوي. د ردوود ګیاهي پوښښ داسې دی کله چې ور دنننه شئ داسې فکر کوئ چې له تاریخ څخه مخکې دورو ته مو پیښه ایښې او دا یې یو له ځانګړتیاوو څخه ده.
شاید امکان ولري چې راتلونکو کلونو کې لوړې ونې پیدا شي، خو تر هغو زموږ رکورد هایپریون دی. همدارنګه ډول ډول ژوي، لکه لیوان، مرغان او یګې هم په دې پارک کې ژوند کوي.
همدرانګه سکویاونې د نړۍ تر ټولو غټې پیژندل شوې ونې دي. چې د سیرا نوادا په سویلي لمنو کې او په ۱۳۷۱.۶ تر ۲۱۳۳.۶ متره لوړوالي کې وده کوي. دا ونې د دې سیارې نورو سیمو کې نه لیدل کېږي. يوسمیت ملي پارک د ۵۵۰ داسې ونو د ژوند سیمه ده. د نړۍ تر ټول غټې ونې کولای شي ۵۰ تر ۸۰ مترو لوړوالی او ۶ تر ۱۰متره قطر ولري.
پخوانیو رکوردونو کې د ونو لوړوالی تر ۹۴.۸ متره پورې هم رسېږي. د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کلون ترمنخ داسې تلپاتې شنې سکویاوې هم وموندل شوې چې قطر یې له پخوانیو سکویاوو څخه ډېر و. جالبه موضوع دا ده چې ۲۰۰۰ تر ۲۵۰۰ کاله وخت نیسي چې یوه ونه ۷۶ متره لوړه شي.
دې پایلې ته رسېږو چې د سکویا ټولې ونې ډېرې زړې دي او عمر یې زیات دی. د دې ونو لرګی د شړیدو (فرسایش) په مقابل کې مقاوم دی، خو د فیبري او ماتیدونکې خاصیت په درلودو عموماً د ساخت او ساز لپاره مناسبې نه دي.
د سکویا پېژندل شویو ونو ترمنځ یوه یې ده چې ۱۰ متره قطر لري او د نړۍ تر ټول غټه ونه ده. تنه یې دومره برداره ده که وغواړئ چې هغه احاطه کړئ باید ۱۷ بالغه کسان لاس ورڅخه جاپېر کړي.
دا ونې هېڅکله له ودې نه پاتې کېږي، مګر دا چې مړې شي.
په ځینو راپورنو کې سکویا او هایپریون یوې ونې ته اطلاق شوي دي.