د مینې بحثونه که څه هم په افغانستان کې عام نه دي او حتا مېنان ورسره ظاهراً حساس دي، خو بې له مینې ژوند او دنیا نېمګړې ده.
دا دنیا ده خدای له عشقه پیدا کړې
د همه و مخلوقاتو پلار دی دا
رحمان بابا
دا هم طبیعي ده چې د نورو اړیکو په شان عاشقانه هغه هم کله خراب شي، یا ستونزې پکې پیدا شي.
دغه ستونزې ان د مېنانو د بېلیدو سبب شي او خبره دې ته ورسیږي، چې ځینو ته پخواني مېنان او پخوانۍ معشوقې وویل شي.
خو بیا هم پښتو ټپه ده:
له یاره زړه صبرول ګران دي
په دریابونو کرښې چا راښکلي دینه؟
ټپې به خبره واضح کړې وي، که نوره یې واضح کړو، هرڅنګه چې وي مېنان/ مېنان د خپلو معشوقو او مېنانو په هېرولو په مطلق ډول نه کامیابیږي.
کله یې داسې یادونه او خاطرې پسې واخلي، چې هېره مینه او مقابل لوری یې دومره په زړه شي، چې غواړي یو پيغام ور واستوي.
تاسې درانه لوستونکي هم کیدای شي دغسې وضعیت تجربه کړی وي، یا یې ښایي تجربه کړئ.
نو که دې تجربې ته ورسیدئ، پام کوئ، چې داسې پيغامونه مو مقابل لوري ته ونه لېږئ.
دا اوس مې زموږ د خوښې سندرې اوریدې!
مېنان د نورو مشترکاتو ترڅنګ د خوښې مشترکې سندرې لري، چې ځانګړي پيغامونه او مفاهیم پکې ځای شوي وي.
دوی دغسې سندرې یو بل ته ډېرې لیږلې وي او په همدې وجه یې ګڼو داسې سندرو سره نه هېریدونکې خاطرې تړلې وي.
که کله داسې سندره ناڅاپه چېرته اورئ نو هیڅ مناسبه نه ده، چې مقابل لوري ته پيغام واستوئ او ووایئ: دا اوس مې زما او ستا د خوښې هغه سندره واوریده، را یاده/ را یاد شوې.
دا کار هم تاسې ذهناً خرابوئ، هم مقابل لوری.
نو داسې پيغام مه لیږئ.
زړه مې درته تنګ دی!
د جدایۍ زغمل ریښتیا هم سخت دي، بیا د مېنانو خو بیخي.
که تاسې خپلې مینې نه جلا شوي یاست او کله درپه یادیږي، نو د ټیکنالوژۍ له اسانتیاوو په ګټې اخیستو سمدستي پیغام مه ورته پریږدئ، چې زړه مو پسې تنګ شوی.
د دې پيغام یو تاوان دا دی،چې هغه هم درپسې ځوروئ او بل دا، چې که هیڅ ځواب درنه کړي او بې ځوابه مو پریږدي، نو نور به هم خواشیني او غمجن شئ.
نوې اړیکه دې مبارک شه!
یا پخپله خوښه یا د تقدیر جبر به ستاسې مقابل لوری تاسې نه جلا او بل چا سره یو ځای کړي.
تاسې د نوې اړیکې په خبر ترلاسه کولو خپلې مینې ته د پېغور په بڼه د نوې اړیکې د مبارکۍ پيغام مه لیږئ.
دا نه د مقابل لوري په ګټه دی، نه ستاسې.
مقابل لوری کیدای شي کوم توند ځواب درکړي او لا موخولې خوند درخراب کړي او یا که یې اړیکه جبري وي، لا وځوریږي.
نو ښه ده، چې هغه لوری خپل ژوند ته پریږدئ او تاسې د خپل ژوند جوړولو په فکر کې شئ.
بد دې راسره وکړل!
ځینې خلک، خاصتاً زموږ افغانان پریښودونکي نه دي.
دوی د رواني ستونزو له کبله ان په مینه کې دښمنۍ پالي او خپله پای ته رسیدلې مینه بیا ـ بیا مخاطبوي، چې بد دې راسره وکړل.
دا کار د روان پوهانو په باور نه تاسې او نه مقابل لوري ته په ګټه دی.
که مو هدف دا وي، چې هغه لوری په رواني لحاظ وځوروئ، کیدای شي هغه کومه استفاده جوی/ استفاده جویه وي، لا مو شکایتونو نه خوند واخلي.
په دې کار تاسې هم په رواني لحاظ ځوریږئ، نو مه یې کوئ، د خلکو خبره په خدای یې وسپارئ.
موږ دوه عادي دوستان پاتې کیدای شو
ځینې خلک د دې لپاره، چې د بېلتون زغم نه لري، خپلې پای ته رسیدلي مینې ته وایي، چې کیدای شي موږ سره دوه عادي دوستان پاتې شوو.
دا تېروتنه ده، کیدای شي هغه لوری مو دا غوښتنه ونه مني، لا مو ودردوي او یا یې ومني، خو سبا به درنه لاره جدا کړي.
نو پښتو متل دی: کومې بلا نه چې خلاص نه لرې، دوه ځلې ورغاړې وځه!
چې پوه شوې، در پېښه ده، نو تښتئ مه ترې، همدا بېلتون څه موده وزغمئ، ورسره عادي کیږئ او بېلتون درته عادي کیږي.
د پروفایل نوی عکس دې ښکلی دی
ترهغې چې له ختمې شوې مینې سره مو عاطفي اړیکه هم پای ته نه وي رسیدلې، غوره ده چې په ټولنیزو رسنیو کې سره لیرې اوسئ.
په دغو شبکو کې که نور څه نه وي، پر نویو عکسونو به یې خامخا تبصره کوئ او په دې ډول به وریادوئ، چې لا در یادیږي.
نو ښه ده، چې له پای ته رسیدلې مینې سره څه موده ټولنیزو رسنیو کې جلا شئ.
ولې ځواب نه راکوې؟
کیدای شي د کوم ضرور کار لپاره پای ته رسیدلې مینې ته پیغام پریږدئ.
که یې ځواب درنکړ، پسې شله کیږئ مه، یا به مصروفیت لري، یا به نه غواړي، چې ځواب درکړي.
ستاسې پرله پسې پيغامونه، چې ولې ځواب نه درکوي، هم مقابل لوري ته تاسې کم راولي، هم یې درته غوسه کوي.
که چا ځواب درنکړ، ښه ده چې نور پسې سرونه خوږوئ، پرې یې ږدئ او هېر یې کړئ.