لیکنه: مهر تاج
ـ یو څوک باید ولرې؛
چې درته ووایي؛ زه پدې نه پوهېږم چې زه به ستا لاس ونیولي شم او که نه، خو زه وعده درکوم، چې تل درسره یم او هېڅکله دې یوازې نه پرېږم.
داسې څوک، چې درته ووایې، زه ښایي ستا د اوښکو مخه ونه شم نیولای، خو ژمنه کوم چې سبب به یې هم نشم او ډاډه اوسه چې د نړۍ په هر کونج کې که وم، ستا اوښکو پاکولو ته ځان رارسوم، شونډو ته دې د مسکا رنګ ورکوم.
ـ یو څوک باید ولرې، چې درته ووایي؛
زه ستا لپاره تاج محل جوړولای نشم، خو هو اشپزې درته ضرور دومره خوندوره کولای شم، چې د ګوتو خوړلو پر ځای ورسره ما هم په سترګو وخورې.
یو څوک باید ولرې؛
چې لاس دې لاس کې ونیسي، دنکریزو کهون دې له منګول نه واخلي او درته ووایي؛ ډیزاین کې چندان تکړه نه یم، ښایي کاذبي ګلان درته په سلام ګل نه کړای شم، خو هو! د خپلې مینې سور رنګ ضرور ورسره ګډولای او ستا ورغوۍ د خپل او ستا له نامه حرفونو ډکولای او په همدې بهانه دې د لاس په کرښو کې خپل احساس لیکلای شم.
ـ یو څوک باید ولرې؛
چې شیدې دې په اور ایښي ورته ولاړ/ه وې؛ په هکله یې فکر کوې، دا چې څه وخت شیدې د لوښي په سر را اوښتي او اور ګاز یې خاموش کړی وي، ورته پوه نشې.
ـ یو څوک باید ولرې؛
چې د ماهیپر په لاره د “هارون پاچا” غزلې لګیدلي او په اوږه یې سر ایښی، خوب دې یوسي. دې لطیف شمال په وحشي حمله ویښته درښکل او دوی یې په مهربانه مرمرینو ګوتو له مخ درټول و منظم کړي، یو میئن سفر ورسره ولرې.
ـ یو داسې څوک باید ولرې؛
چې کله هم د ټیلیفون، سکايپ، واټس اپ وغیره اړېکه پرې کوئ؛ د خدای پامانۍ شېبه وروسته سره خاموش او منتظر پاتې شئ، تر څو لومړی سره تڼۍ ته کېکاږې او ستا له لورې اړېکه پرې شي، تر ښه شېبې ځنډ خاموشۍ وروسته پنځه دقیقې پدې سره دعوه وکړئ، چې ته اړېکه پرې کړه او هغه درته ووایي، چې نه ته یې پرې کړه… اخر مو صلاح پدې راشي، راځه د یو دوه درې په ویلو سره دواړه یو ځای سره تڼۍ کښېکاږو.
ـ یو څوک باید ولرې، چې ستا د خوښې خبرې، خاطرې او موسيقي درته تکرار کړي، په دې ډول ستا هېره شوې خوښي بیرته ستا یاد ته راولي.
ـ یو څوک باید ولرې؛
چې تاته، له تانه، ستا هېر شوی ځان در په یاد کړې!