ژباړه: عمران لمر
ډېری ښځې په هغو لفظونو او کليمو پسې ګرځي چې نارينه يې کاروي؛ تر څو وګوري چې اړوند نارينه يې خواته جذب کړی دی او که نه.
کله چې د نارينه ؤ د جذبېدو وخت راځي؛ د دې پر ځای چې د نارينه الفاظو ته پام وکړو؛ ښه ده ووينو چې د نارينه د وجود ژبه څه وايي؟
کله چې نارينه د يو چا خواته جذبيږي؛ نو عموماً ژبه يې تړل کېږي او ممکن ګنګس او سرګردانه ښکاره شي. په هر حال دلته مونږ د نارينه ؤ د وجود د ژبې ځينو برخو ته اشاره کوي؛ تر څو تاسې يې د ځان خواته د جذبېدو پر وخت په ښه ډول وپېژنئ:
سترګې
د هغوی سترګې ستاسې لور ته ګنډل کېږي، ژور ژور درګوري او د روح ژورو ته مو کېباسي. سترګې يې ځليږي او له تاسې سره د صميمي کېدو علاقه لري.
که ستاسې د نظر وړ کس سترګې د کوټې شاوخوا څرخېدې او تر ډېره يې نظر اندېښمن ښکارېدو؛ دا يعنې دا چې دا کس په يو څه او يا بل چا پسې ګرځي.
خوله
کله چې يو کس ستاسې لوري ته جذب شي؛ د هغه خندا واقعي او رښتينې ښکاري. که په زور يې موسکا او يا خندا کوله؛ نو دا په دې مانا چې هغه په زور او جبر هڅه کوي چې مؤدب ښکاره شي.
اوږې
نارينه مربع شکله اوږې لري او تر ډېره ځينې وخت چې غواړي له هغې ښځې سره خبرې وکړي چې مينه ورسره لري؛ په لا شعوري ډول يې اوږې انعطاف منونکې ښکاري.
هغه ځان داسې نيسي چې تاسې يې مخامخ او په مرکز کې راشئ؛ تر څو هغه وکولای شي په پوره آرام سره پر تاسې تمرکز وکړي.
مټې
تړلې مټې د يو خنډ ښودونکي دي، نو پرانېستې مټې د صميميت او د ډېر نږدې کېدلو ښودنه کوي؛ که د فزيکي لحاظه وي او که د احساسي او د نارينه ؤ د جذبېدو يو د رڼو نښو څخه دي.
د داسې نارينه سره مخ کېدل چې مټې يې خلاصې وي؛ په دې مانا ده چې هغه غواړي په خلاصه غېږ تاسې ومني.
لاسونه
د خوله شويو لاسونو پرته؛ لاسونه تاسې ته ښودلی شي چې ستاسې د نظر وړ نارينه ستاسې لور ته جذب شوی او که نه؟ کله چې هغه د خپل لاس ګوتې په خپلو ويښتانو کې وهي او يا يې په خپلو جامو کش کوي؛ يعنې دا چې هغه هڅه کوي ستاسې په وړاندې په تر ټولو ښه شکل ښکاره شي.
ممکن د خبرو پر وخت ستاسې مټ لمس کړي او دا د صميميت او تاسې ته د ډېر نږدېوالي ښودونکي دي.
پښې
پښې هغه چېرته وړي؟ که هغه هڅه کوي چې خپل پلانونه داسې تنظيم کړي چې تل تاسې ته نږدې وي؛ اړينه نه ده چې تاسې چېرته ځئ، هغه خپله هڅه کوي چې تاسې ته ورسېږي او ستاسې تر څنګ اوسي.
که دا لومړنی ځل هم وي چې تاسې هغه سره ليدنه کوئ او يا تصادفي چېرته چې تاسې ځئ؛ راښکاره شي، تل دا فرصت پيدا کېږي چې هغه ستاسې تر څنګ اوسېدل وغواړي.
په لاره تګ
کله چې تاسې د داسې نارينه له څنګه تېرېږئ چې ستاسې لور ته جذب شوی دی؛ ممکن سړی ستاسې په مخکې په راوتلې سينه او شاته کړې اوږې سره په قدم وهلو تېر شي او راتېر شي؛ دا هماغه حالت دی کله چې يوه ښځه ستاسې خواته جذب شوې وي همداسې ستاسې په مخکې د تګ هڅه کوي.
دا داسې کار دی چې ټول خلک يې د خپل مخالف جنس په وړاندې تر سره کوي.
چلند
کله چې ستاسې د نظر وړ نارينه غواړي چې ستاسې به وړاندې د يو ښاغلي په شان سلوک وکړي او دروازې تاسې ته خلاصوي او يا له تاسې سره مرسته کوي چې خپل وسايل راپورته کړئ؛ په حقيقت کې تاسې ته د دې ښودلو هڅه کوي چې ارزښت ورته لرئ او تاسې ته د ژوند ساده کول يې خوښېږي.
همدارنګه دا کار يې تاسې ته دا ښايي چې مور يې هغه ډېر ښه روزلی دی؛ مګر ډاډه شئ چې دا کار يې فقط ستاسې خواته د علاقه مند کېدو ښودونکی دی او يواځې د يوې ښځې په وړاندې د هغه د ادب ښودونکی نه دی.
شخصيت
ډېری نارينه هڅه کوي خپله علاقه د يو احمقانه مخ وهلو شاته پټه کړي. ممکن تاسې ته ټوکې وکړي، تاسې وځوروي او يا په شوخۍ تاسې ته لاس واچوي؛ تر څو تاسې وخندوي؛ البته هغه سړی چې ذاتاً آرام وي؛ ممکن ځان آرام ونيسي؛ ځکه چې ډارېږي.
الفاظ
کله چې نارينه ستاسې صفت کوي؛ دا د هغه تاسې ته د علاقمند کېدو يوه ښه نښه ده. پام مو وي چې په صفت کولو يې ستاسې د ظاهر او خبرو نه ستاسې شخصيت په سم ډول پېژندلی وي.
په داسې حال کې چې فزيکي ښايست د يوې اړيکې ټينګولو لپاره يو لازمي ټکی دی؛ مګر هغه بايد ستاسې له داخلي ذاته په ښه ډول پوه وي؛ تر څو دا اړيکه دوامداره او پر ځای پاتې شي.