ژباړه او زیاتونه
که ستاسو یوه هیله دا وي چې په ژوند کې ډېر خوشحاله واوسئ؛ نو له خپل ځان سره مو په مهربانۍ چلند وکړئ. الیزابت ګلېبرېټ په خپل ډېر پلورل شوي کتاب« وخوره، عبادت وکړه، مینه وکړه» کې وايي: ( هغه پر هغې ورځ په بېړه یوې ودانۍ ته ننوته، همداسې چې په چټکۍ د لېفټ خواته ور ورانه وه، په ایینه کې یې پر تصویر سترګې ولګېدې. سره له دې چې ځان یې ونه پېژند؛ خو فکر یې وکړ: « اوه، هلته ګوره! پېژنم یې. هغه مې ملګرې ده».
ګلیبرېټ په موسکو شونډو په ایینه کې د تصویر پر لور وروخوځېده، دې ته چمتو وه چې په غېږ کې یې ونیسي، ناڅاپه یې پام شو چې تر اوسه یې خپل انعکاس ته کتلي دي. وروسته چې کله په روم کې وه، دا پېښه یې وریاده کړه. سره له دې چې نارامه وه؛ خو د هغې ورځې د دې یادیزې وریادېدو، د ارامښت حس ورکاوه. هغه چې هماغسې د خپلو یادیزو په کتابچه کې په لیکلو بوخته وه، داسې یې ولیکل: هېڅکله مه هېروه چې یوه ورځ، يوه شېبه په داسې حال کې چې په تمه یې نه وې، ځان دې د یوه ملګري په توګه وپېژاند ).
د دې لپاره چې پر ځان مو مهربانه شئ، له خپل ځان سره ملګري شئ. که ډاډه نه یاست چې څنګه به پر خپل ځان مهربانه کېږئ؛ نو دا لیکنه مو پر ځای ټاکلې ده، ویې لولئ او په لارو چارو يې ځان وپوهوئ.
۱- ځان ته مو وخت وټاکئ!
هره ورځ د ورځې یوه څنډه د خپل ځان لپاره جلا او پر داسې څه بوخت شئ چې ستاسو خوښېږي. کېدhی شي طراحي وکړئ، لنډ داستان ولیکئ، ورځني یاداښتونه ولیکئ، یا بل هر هغه کار وکړئ چې ستاسو خوښېږي. په ورځ کې یو وخت ولرئ د « زما وخت» په نوم، څو له خپل ځان سره هم مهربانه شئ.
۲-خپل ځان ته درناوی وکړئ!
موږ ډېری وخت د نورو بریاوو ته ژر متوجه کېږو او درناوی یې کوو؛ خو د خپلو بریاوو په تصدیقولو کې چندان چټک نه یو. دا وضعیت باید یو وخت ختم شي. خپلې بریاوې او لاسته راوړنې مو هم وګورئ. د هغو لپاره خپل ځان ته درناوی وکړئ، ځان وستایئ. کله چې یو داسې کار مو کاوه چې پرې ویاړېدئ هم، لږ تم شئ، کار ته مو وګورئ. له ځانه منننه وکړئ، خپله بریا خوندوره کړئ. ځان وستايئ او ووایاست: « پر ما دې آفرین وي!».
۳-خپل دنننی مدافع وکیل مو وروزئ!
موږ ټول له دننني نیوکې کوونکي سره اشنا یو، دا هغه غږ دی چې تل پر موږ چټک قضاوت کوي، تل د سپکولو لپاره چمتو وي. د دې وخت راغلی چې د خپل دننني نیوکې کوونکي او ملاتړ کوونکي ترمنځ یوه لیدنه/ملاقات برابر کړئ.
دا مدافع وکیل څوک دی؟ ستاسو د سر دنننه یو بل اواز دی، هاغه اواز دی چې له تاسو دفاع کوي. کله چې ستاسو د دننني نیوکې کوونکي اواز په راجګېدو شو، ستاسو دنننی مدافع وکیل هم راپورته کېږي، ستاسو د ملاتړ په خاطر دلایل وايي. تاسو دغه مدافع وکیل وروزئ. ( زما دنننی مدافع وکیل خو منظم کالي اغوندي، چرمي کتابچه او توره بټوه ورسره ده، ستاسو څه ډول دی؟).
۴-ځان وبښئ!
ټول تېروتنې کوو. ښايي پخوا تاسو هم داسې یو کار کړی وي چې چندان د فخر وړ نه دی. ښايي د خپل حق لپاره مو مبارزه نه وي کړې، یا مو خپل کنټرول د بل چا واک کې ورکړی و. کېدای شي ډېر غوره فرصتونه مو له وېرې بایللي وي. ښايي د خپلو ارزښتمنو موخو په لاره کې پاتې راغلي یاست. که ځان ته مو غوسه یاست، د دې وخت راغلی چې ځان سره مو مهربانه شئ. خپلو ملامتولو ته د پای ټکی کېږدئ. دا پرېکړه وکړئ چې تر دې وروسته به ډېرې ښې کړنې کوئ او ځان به مو بښئ.
۵-ځان ته مو ډېر پام کوئ!
دا چې له ځانه په ډېره ښه بڼه ساتنه وکړئ، پر ځان د مهربانۍ غوره لاره ده. په کافي اندازه ویده شئ، روغتیا ته مو پام کوئ، مېوې او سابه/ترکارۍ وخورئ. مرتب ورزش وکړئ. له سټرېسه د خلاصون لاره ومومئ. خپلې ظاهري بڼې ته مو هم پام کوئ.
ځان ته مو درناوی ولرئ. ځان ته درناوی ستاسو پر ځان باور او اعتماد غښتلی کوي.
۶-ځان ته جایزه ورکړئ!
جایزه دا نه چې درمل واخلئ یا ډېر مصرف وکړئ. که داسې څه مو ولیدل چې واقعا خوښ مو شول، هغه ځان ته د جایزې په توګه ورکړئ. که ډېر قېمته و، پیسې ورته ټولې کړئ، بیا یې واخلئ. دې ته مه په تمه کېږئ چې بل څوک دې راشي او تاسو ته دې هغه شی ډالۍ کړي. خپله یې واخلئ، هټیوال ته ووایاست چې ښه یې درته تحفه کړي بیا یې درکړي.
۷-ځان مو ارامه کړئ!
ورځ مو ډېره ستړې وه؟، له همکارانو سره مو شخړه کړې؟، کار مو سم نه دی کړی؟، یا مو چارې ګډې وډې شوي دي؟
که دې ته ورته شیانو نارامه کړي یاست، ځان باندې مهربانه شئ:
-په تودو اوبو ولامبئ. ښایسته عطر/خوشبويي ووهئ.
-سر او پښې مو ماساژ کړئ.
-ذکر او دعا وکړئ.
-ځان ته مو ښایسته قهوه یا ککاوي چای دم کړئ.
-د خونې ور بند کړئ، که سندرې اورئ، د خوښې سندره مو روښانه کړئ.
نور تاسو په خپله ښه پوهېږئ چې کوم کار مو ډېر اراموي.
۸-خپلې ښېګڼې مو ځان ته وریادې کړئ!
کېدای شي خپل وزن مو نه وي خوښ؛ خو خپل ښایسته ویښتان یا بله هره یوه ښېګڼه مو مه هېروئ. کېدای شي ښه ورزشکار نه یاست؛ خو په ریاضي به ډېر پوهېږئ. ممکن ډېر به احساساتي عمل کوئ؛ خو شوخ طبعي مو له یاده مه باسئ. تل مو خپلې ښې ځانګړنې ځان ته وریادوئ.
۹-که ولوېدئ، ځان راپورته کړئ!
که کوم کار درنه خراب شو، تېروتنه مو وکړه، دوې ټاکنې لرئ. یا به ځان ته خپه کېږئ، یا به ځان ته لاس ورکوئ. هغه کسان چې پر ځان مهربانه دي، دویمه ټاکنه غوره کوي. ځان ته مو ووایاست، حالات سمېږي. خپلو تېرو بریاوو باندې ځان ته ډاډ ورکړئ.
۱۰-ځان ته ووایئ چې همداسې سم یم!
شاید ځينې وخت فکر کوو چې ډېر ښایسته، قوي، ځیرک نه یو. دا ډول دنننی خبرې اترې له ځان سره بس کړئ. ځان ته ووایاست:
-همداسې ښه یم.
-زه با ارزښته یم.
-زه د خوشحالۍ وړ یم.
-زه د هغو ټولو شیانو وړ یم چې غواړم یې.
اړتیا نشته چې هرومرو دې یو ځانګړی څه وشي چې تاسو ارزښتمن وښيي. همدا اوس با ارزښته یاست.
۱۱-هیلو/خوبونو ته مو درناوی وکړئ!
هغه کسان چې ځان ته درناوی لري، خپلو هیلو او خوبونو ته هم درناوی کوي. دوی خپلې هيلې بې ارزښته یا کم ارزښته نه ګڼي. خپلو هیلو ته احمقانه هیلې نه وايي. خپلې هیلې د پوره کېدلو وړ ګڼي.