ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري
د هر اولاد او مور و پلار یوه هیله دا ده چې په خپلو کې مینه ناکې اړیکې سره ولري او ژوند یې له خپګانونو سېوا تېر شي. د ماشوم او اولاد لومړنۍ اړیکې له خپلې کورنۍ سره وي او همدا اړیکې یې پر نورو اړیکو هم اغېز ښندي. دا چې له اولاد سره مینه ناکه اړیکه ولرو په هغوی کې د خپلواکۍ، مثبت اندۍ او ځواکمنتیا حس پیاوړی کوي. د مور و پلار په توګه باید هڅه وشي چې د اولادونو په روزنه او سمو اړیکو ساتلو کې دغو خبرو ته پاملرنه وشي:
– له سن سره سمې لوبې: د اولاد سن ته مو پام وکړئ چې په کوم سن کې باید څه ډول چلن ورسره وشي. ماشوم مو چې خاپوړې کولې داسې لوبې ورسره وکړئ چې هغه یې هم درسره وکړی شي او خوند ترې واخلي. که نوی زلمی یا پېغله وي، غوښتنو او هیلو ته یې پاملرنه وکړئ، مناسب ځواب ورکړئ. مانا هر سن ځانته غوښتنې لري، سره له دې چې ځینې یې ستاسو په لاس کې نه وي، خو تر خپلې وسې مو هڅه ورته وکړئ.
– وخت ورته ځانګړی کړئ: خپلو اولادونو ته مو وخت ځانګړی کړئ. اړینه نه ده چې یو مشخص ساعت دې وي، همدا چې د ماسختن ډوډۍ یو ځای ورسره وخورئ او فکر مو خپلې کورنۍ ته وي، نه دفتر او کور چارو ته، نو بسنه کوي. یو څو دقیقې یې کېنوئ او د ورځې د کارونو په اړه خبرې ورسره وکړئ چې څه یې وکړل.
– هر اولاد ته مو ځانته ځانته وخت ورکړئ: تاسو که دا کار وکړئ د خپل اولاد شخصیت به ښه وپېژندلی شئ او پر دې به هم پوه شئ چې کوم اولاد مو نوښتګر ذهن لري او کوم مقلد دی. یا کوم اولاد منفي تقلیدونه ژر کوي او کوم مثبت. کورنی نظام مو چې جوړ نه وي هېڅکله کاري چاپېریال نشئ کنټرولولی.
– له ملګرو او علمي مرکزونو سره یې اړیکه ساتئ: که تاسو یوازې پر دې بسنه وکړئ چې اولاد ساتئ، سهار پخیر او ماښام پخیر ورته وایئ، نو تر دې ډېر څه بیا له اولاده مه غواړئ، ځکه هغوی بیا همداسې بې خبره درنه لوییږي او بیا یې د بېلاریو مخه نشئ نیولی. تل هڅه وکړئ د ملګرو احوال یې واخلئ چې له چا سره او چېرته اړیکې ساتي. ښوونځي او تعلیمي مرکزونو ته یې کله کله سر ورښکاره کړئ چې ایا درس وایي او که کومې بلې خوا ته منډې وهي.
– لږ شوخ طبعي وکړئ: په کورنۍ کې تل د یوه سیاستمدار په څېر اوسېدل د کورنۍ خُلق راتنګوي، نو هڅه وکړئ لږ مو اولاد سره شوخي وکړئ او ورته څرګنده کړئ چې هغوی مو کورنۍ او تر نورو خلکو درته وړاندې دي.
– ځان د باور وړ کړئ: که چېرې یوه خبره مو وکړه، هڅه وکړئ چې عملي یې کړئ. داسې به مو اولاد پر تاسو باور ولري او ستاسو صداقت به ومني.
– خبرو ته یې غوږ شئ: کله چې کومه خبره یې درته کوله، ښه اورېدونکی شئ، که تاسو یې خبرو ته پام ونه کړئ، هغوی پر خپل نفس اعتماد بایلي او کله هم چې د بل چا مخکې خبرې کول غواړي، یا ډارېږي یا هم شرمېږي، سمه خبره غلطه ورته ښکاري.
– نیاومن واوسئ: که تاسو د اولادونو ترمنځ نیاومن (عدالتمن) ونه واوسئ، هغوی درنه زړه توري کېږي. تېروتنو ته یې پام کوئ، نصیحت ورته وکړئ، لږ غوسه هم شئ، خو هېڅکله لاس مه پرې جګوئ. یانې وهئ یې مه، هر څه هېرېږي، خو د ماشومتوب وهل یې له یاده نه ځي. همدا وهل او بېځایه غوسه له اولاده قهرجن او توند انسان جوړوي.
– څومره چې لویېدل، هومره واک ورکړئ: ځینې کورنیز قوانین باید هغه وخت مات شي چې اولاد مو ځوانان شوي وي. هره پېغله او زلمی هیله لري چې کورنۍ کې لږ صلاحیت ولري. که تاسو هغوی همداسې بې صلاحیته پرېږدئ او لا هم د ماشوم په سترګه ورته وګورئ، هغوی بیا خپل مستقل ژوند هم د بل چا په سلا او بې سلا مشورو مخته وړي، ځکه هغوی په بل کس پورې تړل شوي عادت وي.
– د پرېکړو حق ورکړئ: اولادونه مو چې ستر شول، تل یوازې نظر مه ترې غواړئ، دا ځلي حق هغه/ هغې ته وسپارئ چې پرېکړه وکړي. د کورنۍ کنټرول وروسپارئ. په ځانګړي ډول د جامو د رنګ ټاکلو، د خوړو په برخه کې او دا چې څه خوښوي او څه نه خوښوي، ځان مه ورښکېلوئ، خو فرهنګ او مذهب برخه کې د سرغړاوي حق مه ورکوئ.
– نصیحت: نصیحت مه هېروئ. له شپږ کلنۍ تر اتلس کلنۍ چې هره ورځ نصیحت ورته وکړئ، تر اتلسو کلونو وروسته یې د بېلاري کېدو امکان کمېږي. او تر اتلسو وروسته یوازې کله کله نصیحت کوئ. هېره دې نه وي تنکۍ ځوانۍ کې نصیحت بد لګېږي، خو خبره شخړو او جګړو ته مه ورسره باسئ چې ترمنځ نزاکت مو بیا زیانمن کېږي. خپل دریځ هم وساتئ د مور / پلار په توګه او هغوی ته خپله خبره هم ورسوئ.
مینه ورسره وکړئ، اولاد مو له خپلې مینې مه بې برخې کوئ. د خاوند او مېرمنې ترمنځ شخړې هرومرو وي، خو ترمنځه مو اولادونه مه سوځوئ. که چېرې ستاسو واده په خپلو خوښو مو نه وي شوی، یا مو پر کوم بل دلیل یو بل سره مینه په کرکه بدله شوې وي، هڅه وکړئ د وچو له زوره لانده ونه سوځوئ. که چېرې اولاد مو له مینې بې برخې شي، هغوی بیا تر نورو عادي کسانو ژر مخالف جنس ته تمایل پیدا کوي، په هر لحاظ چې وي، خو له اروایي پلوه د مخالف جنس ملتیا غواړي او بېوخته مینېږي. چې دا بیا له شخص پرته نور کسان هم زیانمنولی شي.