ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري
کله چې د لومړي ځل لپاره د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې د امریکې د متحده ایالتونو په نیویارک ښار کې د لوړو ودانیو جوړولو ته مټې را بډ وهلې، نو نوم یې ور ته Skyscraper یا اسمانڅکه (دنګه ودانۍ) کېښود، خو نیویارک د دنګو ودانیو د دود کوونکي ښار په توګه تر ډېره خپل نوم ونه شو ساتلی، او د لوړو ودانیو جوړونې لړۍ ورو ورو د نړۍ نورو هېوادونو ته هم وغځېده، اوس مهال د داسې دنګو ودانیو شمېر په نړۍ کې زرګونو ته رسېږي، چې لوړوالی یې تر ۱۵۰ مټرو لوړ دی.
په په دې لیکنه کې غواړو تاسو ته د نړۍ د لسو لوړو ودانیو له ډلې کې پنځم ځای لرونکې ودانۍ د سویلي کوریا په پايتخت کې واقع ده.
د لیکنې تر پایه مو ملتیا و کړئ!
لوټي نړیوال ټاور Lotte World Tower لوړه ودانۍ د سویلي کوریا د پلازمېنې سیول، په بوسان ښارګوټي کې واقع ده. دغه اسمانڅکه ودانۍ ۵۵۵ متره لوړوالی لري او په دې سره یې خپل نوم د نړۍ تر ټولو لوړو ودانیو په نوملړ کې ثبت کړی دی.
د لوټي لوړه ودانۍ د نړۍ په لوړو ودانيو کې پنځم ځای لري او څومره چې د دغې ودانۍ ستاینه وکړو، بیا هم کمه ده. لوټي نړیوال ټاور Lotte World Towerڅخه د هانګ کانګ د ودانیو ننداره هم کولای شئ.
د لوټي نړیوال ټاور Lotte World Tower لوړه ودانۍ ۱۲۳ پوړه لري او د معمارانو او طراحونو له لوري د دغې لوړې ودانۍ د ډېرو پوړونو د ډیزاین لامل دا وو چې نړۍ ځکه دغې ودانۍ ته په لوړو ودانیو جوړولو کې خپل مهارت او ځواک ښکاره کړي.
د لوټي د لوړې ودانۍ د جوړونې چارې د ۲۰۱۱ زېږدیز په لومړیو کې پیل شوې او رغنیزې او جوړونې چارې په دیارلسو کلونو کې پای ته ورسېدې، چې وروسته بیا د ۲۰۱۷ زېږدیز کال د اپرېل په ۱۱مه نېټه لوټي ودانۍ د عامو خلکو پر مخ پرانیستل شوه.
د لوټي نړیوال ټاور Lotte World Tower ودانۍ چې ټوله په ښيښو پوښل شوې ده، خورا ښکلې او زړه راښکونکې ظاهري بڼې نړیوالو پام ځان ته ور اړولی دی، ځکه چې د لوټي نړیوال ټاور د دودیزو کوریايي جوړښتونو پر بنسټ قصداً همداسې ډیزاین شوی دی.
د لوټي اسمانڅکې ودانۍ دننه د اداري چارو مرکزونه او دفترونه، د خرڅلاو مرکزونه او استوګنځي په پام کې نیول شوي دي. دغه لوړه ودانۍ ډېر عصري او مډرن رستورانټونه لري او په دغو رستورانټونو کې ډېر خوندور خواړه پخېږي.
لوټي لوړه ودانۍ د کنسرتونو لپاره یو لوی صالون لري او د دغې اسمانڅکې ودانۍ پر بام داسې یو رسټورانټ جوړ شوی دی چې یوازې قهوه پکې خرڅېږي او بس، یعني د دغې ودانۍ د بام یوه برخه د قهوې څښلو ته ځانګړې شوې ده.
د لوټي پر بام کولای شئ د اور لوبه هم و کړئ ځکه چې د دغې ودانۍ د بام يوه بله برخه اورلوبې ته ځانګړې شوې ده، د دغې ودانۍ پر بام اورلوبه خورا زړه راښونکې او حیرانونکې ده.
لوټي نړیوال ټاور Lotte World Tower د چارو تنظیموونکو هڅه کړې چې دغه ودانۍ تر نورو ودانيو ډېره متفاوته او ځانګړي وي نو له همدې امله یې ودانۍ د ځانګړي کوریايي سبک او د ظاهري بڼې تر څنګ د سیلانیانو لپاره ډېرې بوختياوې پکې برابرې کړې دي.
لوټي ودانۍ له دومره ستاینو څخه ښکاري چې د دغې لوړې ودانۍ جوړونکو د ودانۍ ټولې برخې څخه غوره ګټه اخیستې او د دغې ودانۍ هېڅ ځای یې بېکاره نه دی پریښی او ارومرو يې پکې د خوړو، لوبو، او ساعتېرۍ لپاره پکې یو څه برابر کړي دي.
پای