ژباړه او را ټولونه: مریم شریفي
هغه متل خو مو هرو مرو اورېدلی چې وایي په یوه ګل نه پسرلی کېږي. بد وزن کمولو لپاره بېلابېلې لارې شته؛ هغه کسان چې غواړي وزن کم کړي ګټه ترې اخلي. توپیر نه کوي چې خواړه مو څومره سپور دي او یا دا چې په زیاته کچه پروتین او یا کاربوهایدریت لري، خو اصلي هدف دا دی چې تاسو په خپل وجود کې د زیاتې اندازې کالرۍ د مصرف مخه ونیسئ تر څو د لوږې احساس ونه کړئ.
ډېری کسان هڅه کوي چې د وزن کمولو لپاره خپل غذایي رژیم ته بدلون ورکړي خو چندان ورته پاملرنه نه کوي او دا د دې سبب ګرځي چې دا هر څه بې ګټې ثابت شي.
ښه دا ده، ټول هغه څه درسره ولیکئ چې خورئ یې، څو پوه شي چېرته ډېره کالري مصرفوئ او څه ډول کولای شئ په خپل غذایي رژیم کې بدلون راولی.
د یوه کم چربه او یا کم کالري غذایي رژیم درلودل او یا د داسې سبزیو خوړل چې وکولای شي د زیاتې ډوډۍ خوړلو مخه ونیسي.
په زیاته اندازه د پروتین او فیبر کارول، د دې لپاره چې د مړښت احساس وکړئ په خپله غذا کې په زیاته اندازه فیبر او پروتین وکاروئ.
که هغه څه ته چې خورئ یې پام ونه کړئ کېدای شي په زیاته اندازه در څخه وخوړل شي. تجربو ثابته کړې ده، هغه کسان چې په شعوري ډول ډوډۍ خوري، په زیاته اندازه کالري مصرفوي.د ډوډۍ خوړلو لپاره مو وخت ځانګړی کړئ؛ مهمه نه ده چې تاسو څومره بوخت یاست، خو ټول باید د ډوډۍ خوړلو لپاره ۲۰ دقیقې وخت په پام کې ونیسئ.
کېدای شي کله مو په ذهن کې در وګرځي چې که د ورځې یو څاښت ډوډۍ کمه کړم کېدای شي اضافي وزن مې کم شي خو خالي ګېډه په وینه کې د قندو د کمبود سبب ګرځي چې په پایله کې ستاسو اشتها زیاتېږي او دغه څه بیا د دې لامل ګرځي چې په زیاته کچه خواړه وخورئ او په شعوري ډول خپل وزن زیات کړئ.