لوڅې پښې ګرځیدل دا ګټې لري

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

تاسې کیدای شي یوازې د خپلې کوټې په منځ کې لوڅې پښې وګرځئ، خو د ځینو لپاره لوڅې پښې ګرځیدل او مزل د ورځیني تمرین بڼه لري.
معمولا په کورونو کې والدین د دې لپاره اولادونه لوڅې پښې ګرځیدو ته نه پریږدي، چې له پوښاک سره یې ګرځیدل پر عضلاتو ښه اغېز نه کوي.
دوی د وخت په تېریدو سره د ماشومانو لپاره یې د پوښاک بندوبست کوي او مانع کیږي، چې لوڅې پښې ونه ګرځي.
لوڅې پښې ګرځیدل دا ګټې لري؛ لوڅې پښې ګرځیدل ډېرې ګټې لري. دلته به یې ځینو ته اشاره وکړو:

لوڅو پښو سره ورزش کول هم ګټې لري، چې ددې لیکنې په پای کې به یې ولري

– له ځمکې سره د پښو مستقیم تماس د پښو توانایي زیاتوي.
– لوڅې پښې ګرځیدل د وجود د تعادل ساتلو په پیاوړتیا کې مرسته کوي.
– په لوڅو پښو ګرځیدل د وجود د اندامونو حرکات منظموي.
– دا ډول ګرځیدل د انسان پر ذهني ذکاوت مثبت اغېز لري.
– په لوڅو پښو ګرځیدل دغه راز د وجود د دردونو له کمیدو سره مرسته کوي.
– په لوڅو پښو ګرځیدل د وجود ځینو عضلاتو لکه: څنګلونو او نورو د حرکاتو له ښه کیدو سره هم مرسته کوي.
– د لوڅو پښو مزل په ټوله کې د مفاصلو درد له ښه کیدو سره مرسته کوی شي.
د لوڅې پښې ګرځیدو زیانونه
په لوڅو پښو ګرځیدل په کور او نورو مصئونو ځایونو کې ضرور دی، خو له دې پرته په هرځای کې داسې ګرځیدل ښه نه تمامیږي. دې ته په کتو سره غوره ده، چې له کور، منظمو پارکونو او ورزش ځایونو پرته هرچېرته لوڅي پښې ونه ګرځي.
په لوڅو پښو ګرځیدل کیدای شي ستاسې پښې ژوبلې کړي او ضرر در ورسوي. په کوم ځای کې چې ګرځئ زیات پام وکړئ، چې لوړې – ژورې ونه لري. له ژوبلیدو پرته په ناسمو ځایونو کې ګرځیدل نور زیانونه هم لري. په نورو زیانونو کې د پښو د میکروبي کیدو احتمال دی.
څنګه په لوڅو پښو ورزش وکړو؟

په لوڅو پښو مزل او ورزش ممکن دی، خو غوره ده چې مخکې له دې په دې اړه لازم معلومات، صبر او سم اطلاعات ولرو.
دلته یې لاره درښیوو.
ورو – ورو مزل شروع کړئ. صبر او حوصله ولرئ، لومړی باید له ۱۵ تر ۲۰ دقیقو حرکت وکړئ او وګرځئ.
د وخت له تېریدو سره، چې پښې مو له ځمکې او د ګرخیدو له ځای سره اشنایي پیدا کوي، کیدای شي د ګرځیدو وخت مو زیات کړئ. دا تمرین له خپله کوره پیل او نورو سیمو ته وغځوئ.
څومره چې وخت زیاتیږي ستاسې د پلي او لوڅو پښو ګرځیدل زیاتیږي او تاسې ته زیاته ګټه رسوي.