په لاس انجلس کې د امریکا د کشفونکي مجسمه راښکته شوه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

بشر دروېش
کریستف کولمب د امریکا متحده ایالاتو کشفونکی یادیږي. هغه د همدې لپاره په دغه هېواد کې له ځانګړي درناوي څخه برخمن دی.
د دغه درناوي په لړ کې د امریکا په یو شمېر مهمو سیمو کې د نوموړي مجسمه د نورو امریکایي مشاهیرو په څنګ کې لګول شوي ده.
د لاس انجلس توهین
د لاس انجلس ځایي شورا کریستف کولمب په دې تورن کړی، چې د امریکا د کشف او څېړنو پر وخت یې د لاس انجلس خلکو ته توهین کړی دی.
له دغې شورا نه مخکې هم د کریستف کولمب په اړه ورته تورونه موجود وو.
د لاس انجلس د ښاروالۍ یوه مقام د دې پریکړې د علت په اړه ویلي: کریستف کولمب پخپلو تاریخي قضاوتونو کې د امریکا د ځایي خلکو پرځای بهرنیو کډوالو؛ په ځانګړي ډول اروپایانو ته ډېر لومړیتوب ورکړی دی.

د سرچینې په وینا د کریستف کولمب دغه کار سبب شوی، چې د لاس انجلس د خلکو ښه رانه شي او په اړه یې منفي قضاوتونه وکړي.
د پریکړې تطبیق
د تېرې شنبې پر ورځ، چې د نومبر لسمه او د امریکا د ځایي خلکو د نمانځنې ورځ وه.
د دغې نمانځنې په درشل کې یادې شورا په رسمي ډول پریکړه وکړه، چې د کریستف کولمب مجسمه دې د لاس انجلس له ګراند پارک څخه د اعتراض په ډول را ښکته کړل شي.
د لاس انجلس په ګراند پارک کې د کریستف کولمب مجسمه له ۴۵ کلونو راهیسې لګول شوې وه.
په دغه پارک کې د امریکا د مشهورو مشاهیرو مجسمې د احترام په دود لګول شوې وې.
د کریستف کولمب په اړه
کریستف کولمب اصلا هسپانوی و. هغه په ۱۴۵۱ کې زېږیدلی او تر ۱۵۰۶ پورې ژوند کړی.
ده ته د کاستیل پاچاهۍ له لورې د هند پر لور واستول شو، خو په ۱۴۹۲ کې یې کښتۍ د اسیا پرځای امریکا ته ورسوه.
کولمب هیڅکله نه پوهیده، چې یوه ناپېژندل شوې وچه یې کشف کړې ده.
نوموړي د امریکا د سفرنامې په لیکلو سره دغه وچه نړۍ ته وپېژندله.
کریستف کولمب د نړۍ له بحث پارونکو تاریخي څېرو څخه ده. د امریکا یوه برخه خلک؛ په خاص ډول سور پوستي هغه پر امریکا د اروپایانو د مستقیم یرغل او لسګونه میلیونه ځایي امریکایانو د وژلو مسول ګڼي.
خو اروپایان هغه ته په درنه سترګه ګوري او وایي، چې ده د اروپایي فرهنګ او تمدن په غوړیدا کې ډېر د پام وړ کارونه کړي دي.